اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم اعليٰ او شيخ الحديث حافظ فضل الرحيم اشرفي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده او د هغه خذمات ته يې پيرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل حافظ فضل الرحيم اشرفي يو جيد عالم دين، نامتو …
وزيراعظم شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم اعليٰ حافظ فضل الرحيم اشرفي په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم اعليٰ او شيخ الحديث حافظ فضل الرحيم اشرفي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده او د هغه خذمات ته يې پيرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل حافظ فضل الرحيم اشرفي يو جيد عالم دين، نامتو محدث او د ديني تعليم وده كښې په زړه پوري خذمات ترسره كونكے عظيم شخصيت ؤ،هغه خپل ټول ژوند د قرآن و سنت تعليم، د ديني اقدارو ودي او اخلاقي تربيت لپاره وقف کړے ؤ۔وزيراعظم ووئيل د ارواښاد علمي و ديني خدمات به عمر له ياد ساتلې شي او د هغه په مړينه پيدا شوې خلا به پوره نشي۔وزيراعظم د ارواښاد كورنۍ ، جامعه اشرفيه انتظاميه، استاذانو ، زدكوونكو او عقيدت مندو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










