كراچۍ 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف آئي اے كراچۍ زون دوره كړې او د خصوصي غونډي مشري ئې كړي،ده د ايف آئي اے كراچي زون او سائوتھ زون كاركردګۍ جاج واخست۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي مني لانډرنګ كښې ككړ مافيا په ضد د كريك ډاؤن …
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د ايف آئي اے كراچۍ زون دوره، مني لانډرز او انساني سمګلنګ كښې ككړ مافيا په ضد د فرق نه غير د سختي كارروائي كولو سپارښتنه

مزید خبریں
كراچۍ 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف آئي اے كراچۍ زون دوره كړې او د خصوصي غونډي مشري ئې كړي،ده د ايف آئي اے كراچي زون او سائوتھ زون كاركردګۍ جاج واخست۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي مني لانډرنګ كښې ككړ مافيا په ضد د كريك ډاؤن امر كولو سره وئيلي چې لوئ مني لانډرز دې ونيولې شي،مني لانډرنګ كښې ككړ عناصرو ټول مني ټريل دې په ډاګه كړې شي، حواله، هنډي كاروبار به په هيڅ صورت زغملے نشي،د فرق نه غير ايكشن دې وكړې شي۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي انساني سمګلنګ كښې ككړ ايجنټس مافيا په ضد هم د موثره كارروائي كولو امر وكړو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل بے ګناه وګړو له د ملازمت دهوكه وركولو سره بهر هېوادونو ته لېږونكي عناصر د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي،غير د فشار دې ايجنټس مافيا په ضد كارروائي وكړې شي۔ده ووئيل جعلي داروګانو كاروبار كونكي د انسان د ژوند سره لوبي كوي،دې مكروه دھنده كښې ككړ عناصر دې قانون سره مخ كړې شي۔ډائريكټر ايف آئي اے كراچۍ زون د كورنيو چارو وزير محسن نقوي له بريفنګ وركړو۔ايډيشنل ډائريكټر جنرل ايف آئي اے سائوتھ مجاهد اكبر خان ، ډپټي ډائريكټر اينټي مني لانډرنګ، ډپټي ډائريكټر اينټي كرپشن، ډپټي ډائريكټر اينټي سمګلنګ ،ډپټي ډائريكټر اميګريشن، ډپټي ډائريكټر كرائمز، ډپټي ډائريكټر كمرشل بينكنګ پشمول ډپټي ډائريكټرز او اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔










