لاهور 01 جنوري (اے پي پي) په كال 2025 كښې د پي سي بي د سټيډيم اپ ګريډېشن منصوبو د پاکستان کرکټ انفراسټرکچر ته نوې شكل وركړے دے۔ د نوي كال د وړومبنۍ خبر پاڼې له مخې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د وژن له مخې لوے نړيوال ايونټس كوربتوب لپاره د سټيډيمز جامع ښكلا او رنګ روغن بشپړ كړے شوے دے٬ د لاهور قذافي سټيډيم په ريکارډ …
په كال 2025 كښې د پي سي بي منصوبو د پاکستان کرکټ انفراسټرکچر ته نوې شكل وركړې

مزید خبریں
لاهور 01 جنوري (اے پي پي) په كال 2025 كښې د پي سي بي د سټيډيم اپ ګريډېشن منصوبو د پاکستان کرکټ انفراسټرکچر ته نوې شكل وركړے دے۔ د نوي كال د وړومبنۍ خبر پاڼې له مخې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د وژن له مخې لوے نړيوال ايونټس كوربتوب لپاره د سټيډيمز جامع ښكلا او رنګ روغن بشپړ كړے شوے دے٬ د لاهور قذافي سټيډيم په ريکارډ موده كښې بيا رغونه، د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ نه وړاندې منصوبه بشپړ شوې۔ د پي سي بي له مخې په سټيډيم كښې ډيجيټل سکرينز او د براډ کاسټ سهولتونو كښې بهتري راوستلې شوې ده٬ په سټېډيم كښې به د چيمپئنز ټرافۍ نه وړاندې د نيوزي لينډ او سوېيلي افريقې پشمول د ټرائي سيريز كوربتوب كولې شي٬ په نيشنل بينک سټيډيم کراچۍ كښې ډريسنګ رومز، هاسپيټيلټي باکسز او د چوكونو اپ ګرېډېشن بشپړ شوے، د دوېم پړاٶ د تعميراتي کار هم منظوري وركړې شوې ده د پېنډۍ په سټېډيم كښې لوبغاړو او مينه والو لپاره سهولتونو كښې اضافه شوې ده٬ دغسې د فيصل آباد اقبال سټيډيم 17 كاله پس نړيوال كركټ كښې واپسي شوې ده او د سوئيلي افريقي په ضد د ون ډے انټرنيشنل سيريز كوربتوب شوې، د مظفرآباد انټرنيشنل کرکټ سېنټر جوړولو او اسلام آباد كښې د عصري سټيډيم جوړولو منصوبه جوړه كړې شوې ده۔










