رحيم يار خان 30 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او متحده عرب امارات مشرتابه د آئي ټي، توان، کان کنۍ و معدنيات او د دفاعي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه كړې ده ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو په ستراتېژك او ګټورې اقتصادي شراکت دارۍ بدلولو لپاره د …
وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي صدر شيخ محمد بن زايد النهيان سره وليدل، د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په ستراتېژك او ګټورې اقتصادي شراکت دارۍ بدلولو لپاره د پوخ عزم پخلے

مزید خبریں
رحيم يار خان 30 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او متحده عرب امارات مشرتابه د آئي ټي، توان، کان کنۍ و معدنيات او د دفاعي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه كړې ده ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو په ستراتېژك او ګټورې اقتصادي شراکت دارۍ بدلولو لپاره د پوخ عزم پخلي كولو سره په دوه اړخيزه تجارت كښې د ځانګړې اضافې په ضرورت زور راوړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د نهې په ورځ شېخ زايد پيلس رحيم يار خان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) صدر او د ابوظهبي حکمران شېخ محمد بن زايد النهيان سره ليدلي دي ٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ د بيان له مخئ ملاقات په ډېر ښه او خوشګوار ماحول كښې ملاقات وشو٬ په دې موقع دواړو مشرانو په 26 دسمبر 2025ء په اسلام آباد ملاقات كښې شوې خبرې مخ په وړاندې بوتللې ٬ شېخ محمد بن زايد النهيان د يو اے اي صدر په توګه د پاکستان خپله وړومبۍ سركاري دوره كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې په ستراتېژك او ګټورې اقتصادي شراکت دارۍ بدلولو لپاره د پوخ عزم پخلي كولو سره په دوه اړخيزه تجارت كښې د ځانګړې اضافې په ضرورت زور راوړو دغسې چې دا مطلوبه كچې ته ورسولې شي۔ دواړو مشرانو د آئي ټي، توان، کان کنۍ او معدنيات او د دفاعي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په امكانات هم خبرې وكړې۔ وزيراعظم د شېخ محمد بن زيد النهيان د فعاله او په دورانديش قيادت كښې د متحده عرب امارات په زړه پورې ترقۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مضبوطو اړيكو ودې لپاره د يو اے اي د صدر د عزم مننه وكړه۔ ده د متحده عرب امارات لخوا د 21 لكه پاكستانيانو د كوربتوب هم ستائنه وكړه څوك چې د دواړو هېوادونو د اړيكو په مضبوطولو كښې مهم رول لوبوي٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې نه علاوه په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړېوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ بيان له مخئ دا ملاقات د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د يو كال په مهال د قيادت په كچه د بشپړه روابطو تسلسل دے










