جنيوا۔30 دسمبر (اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا اعلان كړے دے چې د فيفا ورلډ كپ 2026 لپاره تر اوسه د 15 كروړه نه زيات د ټكټونو درخواستونه راغلي دي٬ كوم چې د فټ بال ورلډ كپ د تاريخ د ټكټونو د طلب نوے رېكارډ دے٬ هر څو چې د رېنډم سلېكشن ډرا مرحله لا مكمل نه ده۔ د شنهوا تر مخه په 11 دسمبر د ټكټونو …
د فيفا ورلډ كپ د ټكټونو طلب ټول رېكارډز مات كړ ل

مزید خبریں
جنيوا۔30 دسمبر (اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا اعلان كړے دے چې د فيفا ورلډ كپ 2026 لپاره تر اوسه د 15 كروړه نه زيات د ټكټونو درخواستونه راغلي دي٬ كوم چې د فټ بال ورلډ كپ د تاريخ د ټكټونو د طلب نوے رېكارډ دے٬ هر څو چې د رېنډم سلېكشن ډرا مرحله لا مكمل نه ده۔ د شنهوا تر مخه په 11 دسمبر د ټكټونو رېنډم سلېكشن مرحله پېل كېدو نه پس د 200 نه زياتو هېوادونو او منطقو خوښي لرونكې په FIFA .COM /tickets باندې درخواستونه جمع كولې شي كوم به چې تر 13 جنورۍ 2026 دوام لري۔ فيفا ووئېل كه د تصديق شوي كرېډټ كارډ نمبرز په بنياد وكتلے شي نو د 2026 د ټكټونو طلب د شته ټكټونو نه 30 چنده زيات دے۔بله دا چې موجود طلب د 1930 نه تر اوسه د ورلډ كپ د ټولو 22 ايډېشنز د 964 مېچونو كښې د شريكو ټولو شائېقېنو نه 4۔3 فيصد زيات دے










