اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د پاكستان انډر 19 مينز كركټ لوبډلې نړيوالې كاميابۍ په اعتراف كښې د انعامي رقم ادائيګۍ لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښی د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس لغاری، …
د كابينې اقتصادي رابطه كميټۍ غونډه ٬ د پاكستان انډر 19 مينز كركټ لوبډلې نړيوالې كاميابۍ په اعتراف كښې د انعامي رقم ادائيګۍ لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د پاكستان انډر 19 مينز كركټ لوبډلې نړيوالې كاميابۍ په اعتراف كښې د انعامي رقم ادائيګۍ لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښی د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس لغاری، د پټروليم وفاقی وزیر علی پرویز ملک ، د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قیصر اے شېخ او د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان ګډون وكړو۔ د غونډې په پیل كښې كمېټۍ د خزانې پخوانۍ وفاقي وزيرې او د سټېټ بنك پخوانۍ ګورنرې ډاکټر شمشاد اختر روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔ كمېتۍ د هغې په زړه پورې خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ په غونډه كښې د كابينه ډويژن لخوا د پاكستان انډر 19 مينز كركټ لوبډلې نړيوالې كاميابۍ په اعتراف كښې د انعامي رقم ادائيګۍ لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټ سمرۍ منظوري وركړې شوه۔ دغسې د دفاع ډويژن لخوا د بلټ پروف ګاډو اغستو له تكنيكي ضمني ګرانټ سره اړوند سمري هم منظور كړې شوه۔










