لاهور 28 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي چې د آسياء انډر 19 كپ په فائنل كښې د هندي لوبډلې د رويې شكايت لپاره به درخواست ډېر زر آئي سي سي ته استولې شي۔ په قذافي سټيډيم كښې د پرېس كنفنرس په مهال ده ووئيل چې مونږ كركټ او سياست جلا ساتل غواړو او د وزيراعظم محمد شهباز شريف هم په دې لړ …
د آسياء انډر 19 كپ په فائنل كښې د هندي لوبډلې د رويې شكايت لپاره به درخواست ډېر زر آئي سي سي ته واستولې شي۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي

مزید خبریں
لاهور 28 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي چې د آسياء انډر 19 كپ په فائنل كښې د هندي لوبډلې د رويې شكايت لپاره به درخواست ډېر زر آئي سي سي ته استولې شي۔ په قذافي سټيډيم كښې د پرېس كنفنرس په مهال ده ووئيل چې مونږ كركټ او سياست جلا ساتل غواړو او د وزيراعظم محمد شهباز شريف هم په دې لړ كښې خاص هدايات دي چې كركټ دې كښې سياسي نه وي او مونږ د وزيراعظم په امر عمل كوٶ۔ محسن نقوي ووئيل چې په انډر 19 اسيا کپ په فائنل كښې د هند د لوبغاړو رويه هر چا ليدلي په دې لړ كښې به آئي سي سي خبرٶ، په دې معامله به د قوانينو له مخې كاروائي كوٶ٬ كه د هندي لوبغاړي مصافحه كول نه غواړي نو مونږ هم د مصافحې شوق نه لرو، هند سره چې كومه معامله وي د برابرۍ په كچه به وي۔ ده ووئيل د پي اېس اېل د دوه نوې ډلو بډنګ به په 8مه جنورۍ كېږي او دې لپاره لس پارټيو كواليفائي كړې ده، هيله لرو چې دواړه ډلې به د توقعاتو له مخې نيلام شي۔ ده ووئيل چې د پي اېس اېل فرنچائز ډلې ملتان سلطان مينجمنټ به سږ كال پي سي بي خپله كوي او د دې نه وروسته به د دې نيلاجي كېږي٬ د ملتان سلطان پخوانې مالك علي ترين د پي ايس اېل د نوې ډلو په نيلامۍ كښې برخه اخستې شي٬ وسيم اکرم به د پي اېس اېل برانډ ايمبيسيډر وي او د نيلامۍ په موقع به هم موجود وي۔ ده ووئيل چې مونږ پي اېس اېل د 26م مارچ په ځائې په 23م مارچ پېل كول غواړو خو د ټولو فرنچائز په مشاورت اوس د دې پرېكړه پاتې ده۔ ده ووئيل په سږني كال زمونږ ټول فوكس په جونيئر ډلو وو چې رزلټس ئې ټولو وليدل٬ مونږ د ګراس روټ لېول څخه كركټ مضبوطول غواړو۔ ده ووئيل مونږ د لوبغاړو د انجري علاج لپاره خاص ډاکټر جاوېد مغل بهر څخه پي سي بي ته راولو٬ په ماضي كښې د علاج نشتوالي له امله د ځېنې لوبغاړو كيئريئر خراب شوې۔ ده ووئيل د آسټراليا په ضد تر اوسه د درې ټي ټونټي مېچز شېډول دے۔ ده ووئيل چې د پاکستان ډله او شاهينز ډلې د يو ډول قوت وړ جوړلې شي٬ په دې فوكس دے دغسې چې پاکستان ته مېچز لپاره شاهين ډلې څخه هم لوبغاړي ترلاسه شي٬ انډر 19 څخه ترلاسه ټيلنټ به ضائع كېدو له نه وركوٶ٬ د كلبز په سپېځلې ډول سكروټني كوٶ٬ په سكولونو كښې ټورنامنټ كولو سره ګراس روټ ليول څخه ټېلنټ ترلاسه كوٶ۔










