واشنګټڼ۔ 26 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې په آركنساس ايالت كښې يو خوش نصيبه سړي د پاور بال د 8۔1 ارب ډالره انعام وګټلو كوم چې تر اوسه ګټلے شوے دويم لوي لاټري جېك پاټ دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه پاور بال د زيارت په ورځ يو بيان كښې ووئېل د وروستي ټكټ خرڅېدو نه پس د پاور بال جيك پاټ 8۔1 ارب …
د امرېكې وګړي د پاور بال د 8 ۔ 1ارب ډالر انعام وګټلو

مزید خبریں
واشنګټڼ۔ 26 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې په آركنساس ايالت كښې يو خوش نصيبه سړي د پاور بال د 8۔1 ارب ډالره انعام وګټلو كوم چې تر اوسه ګټلے شوے دويم لوي لاټري جېك پاټ دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه پاور بال د زيارت په ورځ يو بيان كښې ووئېل د وروستي ټكټ خرڅېدو نه پس د پاور بال جيك پاټ 8۔1 ارب ډالر ته ورسېد كوم چې تر اوسه د امرېكې دويم لوي د لاټري جيك پاټ او سږ كال دويم لوي پاور بال انعام دے۔ دا خسڼے د كرسمس په موقع تېره مازيګر راويستلے شو۔ ګټونكې ته دا اختيار تر لاسه دے چې هغه ټول رقم په 30 كلنه قسطونو كښې اخلي يا د ټيكس نه وړاندې د 9۔834 ملين ډالر يو ځل نغد اغستلے شي۔ د تاريخ تر ټولو لويې لاټري انعام 04۔2 ارب ډالر ؤ ٬ كومه چې په كال 2022 كښې كېلوفورنيا نه ټكټ اغستونكې سړي ګټلے ؤ۔ د ګټونكې نمبرز 52٬31٬25 ٬ 4 او 59 ؤ او د پاور بال 19 ؤ۔ پاور پال تر مخه په كرسمس ايو د دې نه وړاندې يو ځل په 2011 كښې جيك پاټ ګټلے ؤ او د كرسمس په ورځ تر اوسه څلور جېك پاټ راوتلي دي










