د آسټرېليا او انګلېنډ تر مينځه د ايشنز سېريز باكسنګ ډے تېسټ مېچ د 26 دسمبر نه پېل كېږي

مېبورن۔ 23 دسمبر (اے پي پي) د آسټرېليا او انګلېنډ كركټ ډلو تر مينځه د مېنز ايشنز سېريز څلورم او باكسنګ ډے ټېسټ مېچ په 26 دسمبر ايم سي جي ٬ مېلبورن كښې پېل كېږي ٬ كوربنې ډلې آسټريليا ته د مېلمنې ډلې په ضد د 5 ټېسټ مېچونو په سېريز كښې د 0۔3 په حساب بريا تر لاسه ده ۔ كېنګروز په وړومبي ټېسټ مېچ كښې مېلمنې ډلې انګلېنډ …

مېبورن۔ 23 دسمبر (اے پي پي) د آسټرېليا او انګلېنډ كركټ ډلو تر مينځه د مېنز ايشنز سېريز څلورم او باكسنګ ډے ټېسټ مېچ په 26 دسمبر ايم سي جي ٬ مېلبورن كښې پېل كېږي ٬ كوربنې ډلې آسټريليا ته د مېلمنې ډلې په ضد د 5 ټېسټ مېچونو په سېريز كښې د 0۔3 په حساب بريا تر لاسه ده ۔ كېنګروز په وړومبي ټېسټ مېچ كښې مېلمنې ډلې انګلېنډ له په 8 وكټو ماتې وركړې وه ٬ دغسې په دوېم مېچ چې په برسبين كښې شوے ؤ كوربنې ډلې آسټريليا بيا انګلېنډ ته په 8 وكټو ماتې وركړه او په درېم ټېسټ مېچ كښې په 82 رنز ماتې وركولو سره يې سېريز كښې واضحه برتري تر لاسه كړھ۔دغسې د دواړو ډلو تر مينځه څلورم مېچ به د 26 نه تر 30 دسمبر ايم سي جي مېلبورن كښې كېږي ۔ د انګلېنډ ډلې مشري آل راونډر بېن سټوكس كوي او د آسټريليا لوب ډلې مشري آل راونډر سټيون سمتهه به كوي

مزید خبریں