زيورخ 22 دسمبر (اے پي پي) د فيفا لخوا د كال 2025 په پائې كښې د فټ بال نوې درجه بندي جاري كړې شوه چې له مخې يې د سپين د فټ بال لوبډله پرله پسې د نړۍ لمبر ون ډله برقرار ده٬ په ستمبر 2025 كښې ارجنټائن ټاپ پوزيشن اخستو نه پس سپين د كال تر پائې هم خپل وړومبے پوزيشن په ځاے ساتلے دے۔ د تازه ترين رينکنګ …
فټبال ورلډ رينکنګ 2025: د سپين بادشاهت برقرار٬ مراکش ټاپ 10 ته نزدې

مزید خبریں
زيورخ 22 دسمبر (اے پي پي) د فيفا لخوا د كال 2025 په پائې كښې د فټ بال نوې درجه بندي جاري كړې شوه چې له مخې يې د سپين د فټ بال لوبډله پرله پسې د نړۍ لمبر ون ډله برقرار ده٬ په ستمبر 2025 كښې ارجنټائن ټاپ پوزيشن اخستو نه پس سپين د كال تر پائې هم خپل وړومبے پوزيشن په ځاے ساتلے دے۔ د تازه ترين رينکنګ له مخئ ورلډ چيمپئن ارجنټائن په دوېم او فرانس په درېم نمبر دے٬ په ټاپ 10 كښې شاملو ډلو كښې بدلون نه دې شوے٬ انګلېډ په څلورم٬ برازيل په پنځم، پرتګال په شپږم، نيدرلينډز په اووم، بيلجيم په اتم٬ المان په نهم او کروشيا په لسم نمبر برقرار دي۔ په دوحه كښې د ‘فيفا عرب کپ 2025’ كاميابۍ سرهخ د مراکش پوائنټس زيات شوي دي٬ د عرب کپ ټائټل ګټلو نه پس مراكش په 11م پوزيشن دے او ھغه د لسم نمبر کروشيا څخه يوازې 0.54 پوائنټس څخه پاتې راغلے او هيله ده چې مراکش به د 1998 نه پس په وړومبي ځل ټاپ 10 كښې ځاے جوړ كړے شي










