پاكستان د انډر 19 ایشیا کپ چیمپئن جوړ شو٬ په فائنل كښې هند ته 191 رنز سره عبرتناكه ماتې

دبئی۔21 دسمبر(اے پی پی) پاكستان خپل روايتي حريف هند ته په فائنل مېچ كښې 191 رنز سره ماتې وركولو سره د انډر 19 اېشيا كپ ټائټل خپلې نامې ته اړولې دې۔ پاكستان اول بېټڼګ كولو سره د 8 وكټونو په زيان 347 رنز جوړ كړل۔ هندي لوبډله د هدف په تعاقب كښې په 156 رنز اؤټ شوه۔ علي رضا څلور لوبغاړي آؤټ كړل۔ سمير منهاس د 172 رنز په كولو …

دبئی۔21 دسمبر(اے پی پی) پاكستان خپل روايتي حريف هند ته په فائنل مېچ كښې 191 رنز سره ماتې وركولو سره د انډر 19 اېشيا كپ ټائټل خپلې نامې ته اړولې دې۔ پاكستان اول بېټڼګ كولو سره د 8 وكټونو په زيان 347 رنز جوړ كړل۔ هندي لوبډله د هدف په تعاقب كښې په 156 رنز اؤټ شوه۔ علي رضا څلور لوبغاړي آؤټ كړل۔ سمير منهاس د 172 رنز په كولو د مېچ او ټورنامنټ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ دې بريا سره پاكستان انډر 19 په دويم ځل اېشيا كپ ټائل په خپل نوم كړو۔ د تفصيلات له مخې د اتوار په ورځ هند انډر 19 ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې ګرانه ثابت شوه۔ پاكستان انډر 19 اول بېټڼګ كولو سره په ټاكلې 50 اوورونو كښې د 8 وكټونو په زيان 347 رنز سكور كړل۔ اوپنر سمیر منهاس د 9 چهكو او 17 چوكو په مرسته 172 رنز جوړ كړل۔ دا په دې ټورنامنټ كښې دده دويمه سنچري وه ٬ دې څخه وړاندې د ملائيشيا په ضد 177 رنز جوړ كړې وو۔ په نورو لوبغاړو كښې احمد حسېن 56 او عثمان خان 35 رنز جوړ كړل۔ د هند لخوا دیپیش دیوندرن 3 وكټونه ترلاسه كړل۔ د 348 رنز لوې هدف په ځواب كښې هند انډر 19 ټوله لوبډله په 26.2 اوورز كښې په 156 رنز اؤټ شوه۔ د پاكستان لخوا علي رضا 4 لوبغاړي او صیام، عبدالسبحان او حذیفه احسن دوه دوه وكټونه ترلاسه كړل۔

مزید خبریں