د محسن نقوي د ایشیا کپ انډر 19 فائنل كښې روايتي حريف هند ته په ماتې وركولو پاكستان انډر 19 كركټ لوبډلې له مباركي

لاهور۔21دسمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي د ایشیا کپ انډر 19 فائنل كښې روايتي حريف هند ته په ماتې وركولو پاكستان انډر 19 كركټ لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ محسن نقوي ووئيل چې پاكستان انډر 19 لوبډلې غوره لوبه وړاندې كولو سره هند ته ماتې وركړه او دا د زلمو لوبغاړو د خوارۍ ٬ غوره تګلارې او ټيم ورك ښكاره ثبوت دے۔ ده په مېچ كښې …

لاهور۔21دسمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي د ایشیا کپ انډر 19 فائنل كښې روايتي حريف هند ته په ماتې وركولو پاكستان انډر 19 كركټ لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ محسن نقوي ووئيل چې پاكستان انډر 19 لوبډلې غوره لوبه وړاندې كولو سره هند ته ماتې وركړه او دا د زلمو لوبغاړو د خوارۍ ٬ غوره تګلارې او ټيم ورك ښكاره ثبوت دے۔ ده په مېچ كښې د سمیر منهاس د بېټنګ پرفارمنس ستائنه كولو سره ووئيل چې د هغه ذمه وار اننګز په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل په بېټنګ، بولنګ او فیلډنګ درې واړو څانګو كښې لوبغارو غوره لوبه وړاندې كړه چې په نتيجه كښې يۍ بريا ممكن شوه۔ محسن نقوی د ټيم مېنجمنټ او كوچنګ سټاف هڅې ستائلو سره ووئيل چې د زلمو لوبغاړو خواري او صلاحيتونه د پاكستان كركټ د روښانه سباؤن عكاسي كوي۔

مزید خبریں