د پاكستان او هند ترمينځه د يو ورځني ايشيا كپ فائنل نن د اتوار په ورځ كيږي

لاهور۔20دسمبر(اے پی پی) د پاک – هند ترمينځه د يو ورځني ايشيا كپ فائنل نن د اتوار په ورځ په دبئ كښې كيږي۔ په سيمي فائنل كښې د پاكستان لوبډلې دفاعي چېمپئن بنګله دېش ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړې وه۔ د وياند له مخې د پاكستان انډر 19 ډله د ایشیا کپ ګټلو عزم لري۔ ميچ به د ځائي وخت له مخې سهار 9 …

لاهور۔20دسمبر(اے پی پی) د پاک – هند ترمينځه د يو ورځني ايشيا كپ فائنل نن د اتوار په ورځ په دبئ كښې كيږي۔ په سيمي فائنل كښې د پاكستان لوبډلې دفاعي چېمپئن بنګله دېش ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړې وه۔ د وياند له مخې د پاكستان انډر 19 ډله د ایشیا کپ ګټلو عزم لري۔ ميچ به د ځائي وخت له مخې سهار 9 بجې پېل كيږي۔ د پاكستان انډر 19 لوبډلې كپتان فرحان يوسف وئيلي دي چې د هند په ضد په فائنل كښی به د اولس د هيلو له مخې د خپلې كاركردګۍ څرګندونه كوو۔ ده ووئيل تياري مو ښه ده او لوبغاړي د مېنجمنټ بشپړ ملاتړ لري۔ ده ووئيل لوبغاړي باور لري چې هغوي به په فائنل مېچ كښې مينه والو ته په زړه پورې لوبه وړاندې كړي۔

مزید خبریں