قطر٬ فيفا عرب كپ 2025 ٬ مراكش اردن ته په ماتې وركولو چيمپيئن جوړ شو

دوحه۔ 19 دسمبر (اے پي پي) مراكش په يو زړه پوري فائنل كښې اردن ته په ماتې وركولو سره د فيفا عرب كپ 2025 تاج پخپل سر كېښودو ۔ په قطر كښې شوي په دې تاريخي مېچ كښې مراكش د فټبال په تاريخ كښې يو نوے باب پرانستلو چرته چې هغوي د 2022 په فيفا ورلډ كپ كښې تر سيمي فائنا رسائي تر لاسه كړې وه او په نړيواله كچه …

دوحه۔ 19 دسمبر (اے پي پي) مراكش په يو زړه پوري فائنل كښې اردن ته په ماتې وركولو سره د فيفا عرب كپ 2025 تاج پخپل سر كېښودو ۔ په قطر كښې شوي په دې تاريخي مېچ كښې مراكش د فټبال په تاريخ كښې يو نوے باب پرانستلو چرته چې هغوي د 2022 په فيفا ورلډ كپ كښې تر سيمي فائنا رسائي تر لاسه كړې وه او په نړيواله كچه يې نوم ګټلے ؤ۔ هم په دې ځائے پورا درې كاله وړاندې د ارجنټائن او فرانس تر مينځه د فيفا ورلډ كپ 2022 تاريخي فائنل شوے ؤ ۔ مراكش په فائنل كښې اردن ته د 2 په مقابل كښې په 3 ګول ماتې وركولو سره ټائټل پخپله نامه كړو۔ د مېچ په څلورم منټ كښې د مراكش اسامه تنان د خپل هاف نه يو لانګ رينج ګول كولو سره خپلې ډلې ته لار هواره كړه۔ په دويم هاف كښې د ټورنامنټ ټاپ سكورر علو علوان ښه لوبه وړاندې كولو سره پرله پسې دوه ګول وكړل او اردن ته يې وړاندې والے تر لاسه كړو۔ چې كله د اردن ګټه باوري وه نو د مراكش سټار سټرائېكر عبدالرزاق حمد الله په آخري لمحات كښې په ګول كولو سيالي يو برابر كړه او مېچ يې زياتي وخت اغستو پلو بوتللو۔ حمد الله په 100 منټه كښې د خپل دويم ګول په كولو د مېچ په پرېكنده ګول كولو خپلې ډلې له فتح تر لاسه كړه او دغسې مراكش د عرب فيفا ورلډ كپ چيمپيئن جوړ شو ۔ ياد دې وي دا ورلډ كپ د قطر قامي ورځ په موقع اختتام ته ورسېد ۔

مزید خبریں