درې هېواديزه سیریز او د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ لپاره د پاکستان ډلې اعلان

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د درې هېوادېزه سیریز او د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ لپاره د قامي انډر 19 کرکټ ډلې اعلان وكړو ۔فرحان یوسف به د پاکستان انډر 19 ډلې مشري روانه ساتي ، قامي انډر 19 اسکواډ كښې يو بدلون شوے دے او د محمد حذیفه په ځائے عمر زیب ډله كښې شامل کړے شوے ۔ د پاکستان …

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د درې هېوادېزه سیریز او د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ لپاره د قامي انډر 19 کرکټ ډلې اعلان وكړو ۔فرحان یوسف به د پاکستان انډر 19 ډلې مشري روانه ساتي ، قامي انډر 19 اسکواډ كښې يو بدلون شوے دے او د محمد حذیفه په ځائے عمر زیب ډله كښې شامل کړے شوے ۔ د پاکستان انډر 19 اسکواډ كښې کپتان فرحان یوسف، عثمان خان (نائب کپتان)، عبدالسبحان، احمد حسین، علي حسن بلوچ، علی رضا، دانیال علي خان او عمر زیب شامل دي ۔ حمزہ ظهور، حذیفه احسن، مومن قمر، محمد صیّام، محمد شایان، نقاب شفیق او سمیر منهاس هم د اسکواډ برخه دي۔ درې هېوادېزه سیریز به زمبابوے كښې د 25 دسمبر نه تر 6 جنورۍ کېږي چې پكښې د پاکستان، افغانستان او كوربنه ډله زمبابوے شامله ده ۔ د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ د 15 جنورۍ نه تر 6 فرورۍ نمیبیا او زمبابوے كښې كېږي

مزید خبریں