اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) پاکستان لپاره سفارتي او د لوبو په مېدانونو كښې يو لويې او مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے۔ د قامي اسمبلۍ غړې سيده آمنه بتول د فټ بال د نړيوال تنظيم فيفا د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ غړې غوره كړې شوې ده۔ هغه دا مهال د فيفا په بېلو كېمټيو كښې د هېواد يوازينۍ استازې شوه ۔ د سیدہ آمنه بتول دا تاريخي ټاكنه د فيفا …
د لوبو په ميدان كښې د پاكستان تاريخي كاميابي ٬ د قامي اسمبلۍ غړې سيده آمنه بتول فيفا كميټۍ كښې شامله كړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) پاکستان لپاره سفارتي او د لوبو په مېدانونو كښې يو لويې او مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے۔ د قامي اسمبلۍ غړې سيده آمنه بتول د فټ بال د نړيوال تنظيم فيفا د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ غړې غوره كړې شوې ده۔ هغه دا مهال د فيفا په بېلو كېمټيو كښې د هېواد يوازينۍ استازې شوه ۔ د سیدہ آمنه بتول دا تاريخي ټاكنه د فيفا لخوا د پاكستان په اداره جاتي اړخ د باور تجديد او د فټ بال نړيوال ګورننس كښې د پاكستان د ګټور او رغنده كردار اعتراف دے۔ دا كاميابي د موجوده حكومت فټ بال ته د ودې وركولو د روانو او پرله پسې او جدي هڅو نتيجه ده۔ د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت فټ بال ته د يو آزاد ٬پاك او په مېرټ د اډانه لوبې په توګه وده وركولو له د ښكاره سياسي عزم څرګندونه كړې ده۔ وزیراعظم په دې وروستيو كښې د اېشین فټ بال کنفېډرېشن صدر او د فيفا سینئر نائب صدر شېخ سلمان بن ابراهیم آل خلیفه سره ملاقات كړے ؤ په كوم كښې چې د خپلواكه فټ بال فېډرېشن او د نړيوال ایونټس د كوربتوب عزم توثيق شوے ؤ۔ د فیفا صدر جیانی انفانټینو هم په پاكستان كښې د فټ بال لوبې ودې لپاره د وزيراعظم د عزم ستائنه كړې ده۔










