پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د زيارت په ورځ د كروندګرو نړيوالې ورځ په موقع د پاكستان خواري كښو كروندګرو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاكستاني كروندګر د هېواد معيشت ښه كولو ٬ غذائي خود كفالت او كليوال پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل كركيله د كروړونو په شمېر كورنيو …
د ګورنر فيصل كريم كنډي د كروندګرو نړيوالې ورځ په موقع د پاكستان كروندګرو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د زيارت په ورځ د كروندګرو نړيوالې ورځ په موقع د پاكستان خواري كښو كروندګرو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاكستاني كروندګر د هېواد معيشت ښه كولو ٬ غذائي خود كفالت او كليوال پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل كركيله د كروړونو په شمېر كورنيو لپاره د روزګار يوه سرچينه او د قومي پرمختګ يوه مهمه ستن ده۔ ده ووئيل كروندګر شپه او ورځ خواري كولو سره نه يوازې دا چې د هېواد د خوراك ضرورت ترسره كوي بلكې قومي معيشت هم مضبوطوي۔ ده ووئيل كروندګر دا مهال د اوبو كمي ٬ موسمياتي بلدلون او زرعي مصاريفو كښې د زياتوالي په څير سختو چېلنجونو سره مخ دي په كومو قابو موندلو له به چې كوټلې پالېسۍ وضعه كول وي۔ ده ووئيل د كروندګرو خېر ښېګړې ٬ زرعي عصري آلات ته وده وركولو او منډيانو ته لاس رسنه باوري كولو له به كوټلي او عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې كركيلې ته د ودې وركولو بلها موقعې شته ٬ چشمه لفټ كېنال منصوبې ته مونږ تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوو۔ دا منصوبه به ډېره اسماعيل خان سره سره په ګرد هېواد كښې د خوراك كمي په مسئله قابو موندلو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پي پي پي پي به د كسان دوست پالېسيو د لارې د كركيلې څانګه لا مستحكمولو او كرونده ګر اختيارمنده جوړولو له هر ممكن كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل په اولني ځل په خېبر پښتونخوا ګورنر هاؤس كښې د كسان ايوارډ دستوره كولې شي










