پیښور ۔17 دسمبر (اے پي پي) د پیښور آرمي پبلك سكول پیښې 11 م تلين په موقع خاص دستوره وكړې شوه۔ تفصيلات تر مخه د دستورې تابيا د آرمي پبلك سكول وارسك روډ د شهدا په يادګار وشوه۔ د پیښې غازيانو يعنې د پیښې په وخت سكول كښې موجودو زده كوونكو دستوره كښې خاص ګدون وكړو۔ ګڼ د اے پي ايس پیښور غازيان زده كوونكې اوس په پوځ كښې خدمات …
د پیښور آرمي پبلك سكول پیښې 11 م تلين په موقع خاص دستوره

مزید خبریں
پیښور ۔17 دسمبر (اے پي پي) د پیښور آرمي پبلك سكول پیښې 11 م تلين په موقع خاص دستوره وكړې شوه۔ تفصيلات تر مخه د دستورې تابيا د آرمي پبلك سكول وارسك روډ د شهدا په يادګار وشوه۔ د پیښې غازيانو يعنې د پیښې په وخت سكول كښې موجودو زده كوونكو دستوره كښې خاص ګدون وكړو۔ ګڼ د اے پي ايس پیښور غازيان زده كوونكې اوس په پوځ كښې خدمات ترسره كوي ۔ په دستوره كښې د پاك پوځ هغه افسرانو هم ګدون وكړو كوم چې د اے پي ايس طلباﺀ پاتي شوي وو ٬ دغسې په دستوره كښې د غازيانو سره د شهدا كورنيو ٬ استاذانو او اعلې عسكري چاواكو ګډون هم وكړو۔ د ماشومانو د اړخه په وړاندې كړو ټېبلوز كښې د شهدا لازواله قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔ د شهدا كورنيو په 11 تلين د فتنه الخوارج خلاف د هلو ځلو روانو سلاتلو له د عزم پخلے وكړو۔ په دې مهال د اے پي ايس غازي كېپټن باتور خټك وېنا وه چې د اے پي ايس پیښې زما ژوند بدل كړو ٬ په 16 دسمبر ما لوظ وكړو چې د شهدا قيصه به په ما تمامه نشي ٬ ځكه مې د پاك پوځ ټاكنه يو مقصد له وكړه۔ كېپټن حرا ووئېل زه د اے پي ايس شهيد حيات الله خور يم او په دې زه وياړ لرم٬ د شهادت په ورځ ما د ورورو سره وعده كړې وه چې د هغه د آرمي افسر جوړېدو خوب له به زه تعبير وركوم۔










