د نيوزي لېنډ او ويسټ انډيز كركټ ډلو تر مينځه دريم او د سېريز وروستے تېسټ مېچ به د زيارت په ورځ پېل كېږي

وېلنګټن۔17 دسمبر(اے پي پي) د نيوزي لېنډ او وېسټ انډيز كركټ ډلو تر مينځه د دريو تېسټ ميچونو د سېريز دريم او وروستے ټېسټ مېچ به د زيارت په ورځ په 18 دسمبر بے اوول ٬ ماونټ مونګانوئي كښې پېل كېږي۔ د سپورټس وېب پاڼې تر مخه د نيوزي لېنډ ډلې ته د وېسټ انډيز خلاف د دريو مېچونو په سېريز كښې د 0۔1 بريا تر لاسه ده ۔ د …

وېلنګټن۔17 دسمبر(اے پي پي) د نيوزي لېنډ او وېسټ انډيز كركټ ډلو تر مينځه د دريو تېسټ ميچونو د سېريز دريم او وروستے ټېسټ مېچ به د زيارت په ورځ په 18 دسمبر بے اوول ٬ ماونټ مونګانوئي كښې پېل كېږي۔ د سپورټس وېب پاڼې تر مخه د نيوزي لېنډ ډلې ته د وېسټ انډيز خلاف د دريو مېچونو په سېريز كښې د 0۔1 بريا تر لاسه ده ۔ د دواړو ډلو تر مينځه كرائسټ چرچ كښې شوے د سېريز وړومبے مېچ د كومې ګتې يا بېلات نه بغېر ختم شوے ؤ او په دوېم مېچ كښې كوربنې ډلې وېسټ انډيز ته په 9 وكټو ماتې وركړې وه۔ د دې نه وړاندې د دواړو ډلو تر مينځه شوي د 5 ټي ټونټي مېچونو سېريز كوربنې ډلې كيوي په 1۔3 ګټلے ؤ بلكې د دريو يو ورځنو مېچونو سېريز هم كوربه ډلې د 0۔3 په حساب ګټلے ؤ ۔ د دواړو ډلو تر مينځه د دريو مېچونو سېريز د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپيئن برخه دے۔

مزید خبریں