د تركيه د آئيني عدالت صدر د وفاقي آئيني عدالت پاكستان اولني چيف جسټس له مباركي

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د جمهوريه تركيه د آئيني عدالت صدر قادر اوزكايا د وفاقي آئيني عدالت پاكستان اولني چيف جسټس ٬ جسټس امين الدين خان له د هغه په تعيناتۍ د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د وفاقي آئيني عدالت رجسټرار لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د مباركۍ په خپل پېغام كښې صدر اوزکایا ووئيل باور لرم چې ستاسو په وقار لرونكې مشرتابه كښې به وفاقی …

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د جمهوريه تركيه د آئيني عدالت صدر قادر اوزكايا د وفاقي آئيني عدالت پاكستان اولني چيف جسټس ٬ جسټس امين الدين خان له د هغه په تعيناتۍ د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د وفاقي آئيني عدالت رجسټرار لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د مباركۍ په خپل پېغام كښې صدر اوزکایا ووئيل باور لرم چې ستاسو په وقار لرونكې مشرتابه كښې به وفاقی آئینی عدالت پاکستان په هېواد كښې د آئيني انصاف او قانون سرلوړۍ په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل د تركيه د آئيني عدالت او د پاكستان د اعلی عدليې ترمينځه له مودو راهېسې پخوانۍ مضبوطې اړيكې او مكالمه راروانه ده۔ دې د آئيني انصاف په څانګه كښې د کېس لاء او غوره عدالتي رواياتو تبادلې لپاره د تركيه لخوا د مرستې پېشكش هم وكړو۔ دا خبره دې د ياودنې وړ ده د تركيه آئيني عدالت په كال 1962ء كښې جوړ شوے ؤ او نن په نړۍ كښې 80 څخه زياتو هېوادونو كښې آئيني عدالتونه په فعاله توګه كار كوي