پنډۍ ۔11دسمبر (اے پي پي)د خوارجو د ترهه ګرۍ عزائم ، د شمالي وزیرستان په میر علي عیسوړي كلي كښې يوه خفګاني پیښه رامخې ته شوه ۔ د فتنه الخوارج پرېښودلے شوو بارودو څخه مدرسه كښې چاودنه وشوه د كومې په نتیجه كښې چې 2 ماشومان شهیدان او 8 ژوبل شول ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د مقامي طبي ادارو سره په رابطه کولو په هنګامي بنیادونو د ماشومانو …
شمالي وزیرستان،د بارودي موادو په چاودلو مدرسه كښې چاودنه ، 2 مشاومان شهیدان ، 8 ژوبل
پنډۍ ۔11دسمبر (اے پي پي)د خوارجو د ترهه ګرۍ عزائم ، د شمالي وزیرستان په میر علي عیسوړي كلي كښې يوه خفګاني پیښه رامخې ته شوه ۔ د فتنه الخوارج پرېښودلے شوو بارودو څخه مدرسه كښې چاودنه وشوه د كومې په نتیجه كښې چې 2 ماشومان شهیدان او 8 ژوبل شول ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د مقامي طبي ادارو سره په رابطه کولو په هنګامي بنیادونو د ماشومانو علاج روان دے ۔پیښه د خوارج پرېښودلے شوو بارودي موادو سره د لوبو په سبب رامخې ته شوه۔ د وار آن ټیرر په مهال خیبرپښتونخوا كښې خوارج د ترهه ګرۍ خپرولو او د امنيتي ځواكونو لاره نيولو لپاره په پراخه توګه مائنونه ښخ كړې دي ۔ په ماضي كښې د عیسوړي سره نزدې غر د خوارجو د ناوړه ارادو تکمیل له کمین ګاہ وه ۔ د دې نه وړاندې هم باجوړ، لکی مروت او ځينې نورو ځايونو كښې داسې پیښې رامخې ته شوي دي۔ د پخوا پیښې هم د دې خبرې ثبوت دے چې د خوارجو شر خوښۍ څخه مېرمنې او ماشومان محفوظ نه دي پاتي ۔خیبرپښتونخوا كښې په ټوله 114 مربع کلومیټر سيمه كښې بارودي مواد او مائنونه په ګوته كړې شوي ۔ د پاک پوځ پیشه ورہ صلاحیتونو او ډېرو هلو ځلو په سبب تر اوسه 82 مربع کلومیتره سيمه مکمل کلیئر کړې شوې ۔ خیبرپښتونخوا كښې د پاتي سيمې ډي مائننګ لپاره شپه ورځ کار روان دے ۔











