د فيض حميد په ضد د شواهد په بنياد پريكړه راغلې٬دا د حق او رېښتيا فتح ده۔عطاﺀ الله تارړ

اسلام آباد 11دسمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پخواني آئي اېس آئي ډي جي فيض حميد په ضد پريكړه د حق او رېښتيا فتح ګرځولو سره وئېلي دي د قانون څخه څوك هم پرته نشته٬فيض حميد د ټولو تورونو مرتكب شو٬پوځ كښې پخپله احتسابي عمل ډېر قوي دے د كوم چې ښكاره مثال د ټولو په وړاندې دے ۔د زيارت په ورځ ميډيا سره …

اسلام آباد 11دسمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پخواني آئي اېس آئي ډي جي فيض حميد په ضد پريكړه د حق او رېښتيا فتح ګرځولو سره وئېلي دي د قانون څخه څوك هم پرته نشته٬فيض حميد د ټولو تورونو مرتكب شو٬پوځ كښې پخپله احتسابي عمل ډېر قوي دے د كوم چې ښكاره مثال د ټولو په وړاندې دے ۔د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل نن د انصاف او د قانون د واكمنۍ لويه ورځ ده٬فيض حميد ته تر 15 مياشتو روان ټرائل بشپړېدو نه پس د شواهدو په بنياد سزا اورولي شوې ۔ده ووئيل د پوځ دننه موثر او كوټلے د خود احتسابۍ نظام موجود دے چې له مخې يې اختيارات ناجائز كارول٬ د سېكرټ ايكټ خلاف وزري او سياسي چارو كښې د لاس وهنې پشان چارو باندې سخته كاروائي كولې شي۔ ده ووئېل د فيض حميد د ريټائرمنټ نه پس په سياسي هلو ځلو كښې په ګډون بندېز ؤ خو د دغې باوجود هغه د پي ټي آئي پوليټيكل ايډوائزر پاتې شو او د 9 مئي پیښو پشمول د انتشار لرونكو معاملات كښې د هغه د شموليت د ترديد نه لرونكې شواهد رامخې ته شوي۔ده ووئيل ټاپ سټي كيس كښې هم هغه ته وړاندې سزا اورولې شوې ده او سياسي معاملات كښې مداخلت په اړه نورې پلټنې روانې وي۔ده ووئيل نن پاكستان لپاره ډېره لويه ورځ ده چې ريډ لائن كراس كوونكو٬خلكو سره ظلم او زياتي كونكے او د خپل واك غلط كارونكے كس سزا شو ۔ده ووئيل فيض حميد اختيارات ناجائزه كارولې٬ د سيكرېټ ايكټ خلاف ورزۍ پشمول سياسي چارو كښې د ككړېدو په اړه ترديد نه لرونكے ثبوت موجود دے۔ده ووئيل نن د حق او رښتيا فتح ده۔

مزید خبریں