اسلام آباد11دسمبر(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي پاكستان د اوسني طوفان څخه د ځپليو كميونټيز مرستې لپاره سري لنكا ته 200 ټن اضافي د مرستې سامان لېږي۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ وفاقي وزير ووئيل دا پريكړه كولمبو كښې د سري لنكا لارښودو سره د هغوي ملاقاتونو او په موقع د صورتحال جاج اخستو نه پس …
پاكستان به طوفان ځپليو لپاره سري لنكا ته 200 ټن اضافي بشري مرسته ليږي۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري
اسلام آباد11دسمبر(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي پاكستان د اوسني طوفان څخه د ځپليو كميونټيز مرستې لپاره سري لنكا ته 200 ټن اضافي د مرستې سامان لېږي۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ وفاقي وزير ووئيل دا پريكړه كولمبو كښې د سري لنكا لارښودو سره د هغوي ملاقاتونو او په موقع د صورتحال جاج اخستو نه پس شوې چې ځپليو كورنيو د درمياني مدت ضروريات پوره كولو لپاره مرسته كښې زياتوالے ضروري دے ۔جنيد انوار چوهدري ووئيل 200 ټنه د مرستې سامان پشمول يو كهيپ د سمندر د لارې روان كړے شوے او هيله ده چې تر 13 دسمبر به سري لنكا ته ورسي۔ده ووئيل كهيپ كښې خيمې٬كمبلې٬لحاف٬مچهر دانۍ ٬كيمپنګ ليمپ٬درۍ ٬لائف جيكټس٬ انفلټیبل بوټان٬د څښكلو پاكو اوبو پمپ٬داروګان٬خشك چاے او خوراك شامل دے۔ده ووئيل د پاك بحريه جهاز او د هوا بازۍ اثاثې سري لنكا كښې به روانو د مرستې هلو ځلو كښې بوښتې دي٬ كومې چې په رېسكيو٬ټرانسپورټيشن او هنګامي كاروائيو كښې مرسته كوي۔د بحريه ډلې ځايې چارواكو سره په ګډه كار كولو دغسې چې سختو ځپليو سيمو كښې د كميونټيز مرسته وكړی شي۔وفاقي وزير د سري لنكا دوره د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت سمندري طوفان دتوا نه پس سري لنكا سره د يو والي څرګندونې لپاره كړی۔جنيد انوار چوهدري ووئيل پاكستان د سري لنكا د بشري او بنيادي ډهانچې ته رسېدلې زيان څخه ويستلو لپاره د مرستې روانې ساتلو ته چمتو دے











