پاكستان د نړيوالې كلتوري ورثې تحفظ عزم لري ٬ دې مقصد لپاره به په نړيواله كچه هڅې كول وي،وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی

روم ۔11دسمبر(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي پاكستان د كلتوري ورثې د تحفظ عزم لري٬ دې مقصد لپاره په نړيواله كچه هڅې ضروري دي۔ د زيارت په ورځ د قامي ورثې او كلتور وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې اورنګزېب كچھي د دې خيالاتو څرګندونه په روم كښې د انټرنېشنل سېنټر فار سټډي آف پریزروېشن اېنډ رېسټورېشن آف کلچرل …

روم ۔11دسمبر(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي پاكستان د كلتوري ورثې د تحفظ عزم لري٬ دې مقصد لپاره په نړيواله كچه هڅې ضروري دي۔ د زيارت په ورځ د قامي ورثې او كلتور وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې اورنګزېب كچھي د دې خيالاتو څرګندونه په روم كښې د انټرنېشنل سېنټر فار سټډي آف پریزروېشن اېنډ رېسټورېشن آف کلچرل پراپرټي (آئي سي سي آر او اېم)عمومي اسمبلۍ په 34 مه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كولو په مهال وكړه۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د موسمیاتی بدلون ٬ قدرتی آفتونو او وسله والو شخړو مخ په زياتېدونكې خطرې تر پام لاندې نيولو سره نړيواله كلتوري ورثه خوندي كولو له په ګډه هڅو كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان راروانو نسلونو لپاره د شريكې ورثې تحفظ لپاره آئي سي سي آر او اېم سره د بشپړه همكارۍ كولو عزم لري۔ وفاقی وزیر د آئي سي سي آر او اېم فلېګ شپ پروګرامونو كښې د پاكستان بشپړ ګډون په ډاګه كړو۔ ده د آئي سي سي آر او اېم د سټرېټجک ترجیحات 2026-2031 بشپړ ملاتړ كولو سره د جنوب-جنوب همكارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر سېلاب څخه وروستو د پاكستان د كلتوري ورثې بحالۍ تجربې هم د غونډې ګډون كوؤنكو سره شيئر كړې كومې چې وستائېلې شوې۔ د آئي سي سي آر او اېم په غونډه كښې د كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كچھي ګډون د پاكستان د پراخه سفارتكارۍ برخه ده۔ دې دورې سره تمه ده چې په قامي كچه د كلتوري ورثې تحفظ لپاره د تكنېكي مرستې او علمي تبادلې نوې لارې پرانستلې شي