اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) غړو په متفقه توګه د جے يو آئي شاهده اختر علي ته د غونډې مشري سپارلې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي اے سي د ريکوزيشن غونډې په موقع په اتفاق سره دا پرېكړه وشوه چې تر څو د پي اے سي چيئرمېن جنېد اکبر بېرته نوي راغلے د كمېټۍ مشري به ټول ګوندونه …
د پي اے سي غړو د کميټۍ مشري په متفقه توګه د جے يو آئي شاهده اختر علي ته وسپارله، د پاور ډويژن د كال 24-2023 آډټ رپورټ كښې د 8727 اربه روپو مالي بې ضابطګۍ رامخې ته كړې شوې
اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) غړو په متفقه توګه د جے يو آئي شاهده اختر علي ته د غونډې مشري سپارلې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي اے سي د ريکوزيشن غونډې په موقع په اتفاق سره دا پرېكړه وشوه چې تر څو د پي اے سي چيئرمېن جنېد اکبر بېرته نوي راغلے د كمېټۍ مشري به ټول ګوندونه كوي٬ په هره غونډه كښې به د كمېټۍ مشر بدلېږي ٬ د کميټۍ د مشرۍ د روټيشن تجويز د اېم كيو اېم امين الحق وركړو ٬ د كمېټۍ غونډه كښې د پاور ډويژن آډټ كال 24-2023 رپورټ جاج اخستو كښې د آډټ چارواكو په مجموعي توګه د 8727 اربه روپو د مالي بې ضابطګۍ په ګوته كړې۔ آډټ چارواكو ووئيل په آډټ رپورټ كښې د 9 اربه 34 كروړه روپو نه زياته ريكوري شوې ٬ د آډټ رپورټ له مخئ د چار ډسکوز صارفينو ته د 9 اربه 14 کروړ روپو غېر مجاز ري فنډ وركولو انكشاف وكړے شو۔ آډټ چارواكو ووئيل دوه لكه 93 زره 572 صارفينو ته سليب يا ټيرف ريليف وركړے شوي ٬ صارفينو ته د 2018 نه تر 2023 دا ريليف وركړے شوے۔ د پاور ډويژن سيکرټري ووئيل د آډټ په وخت زياتره ريکارډ نه ٶ وركړے شوے ٬ ټول ډسکوز ته اوس وئيلي شوي چې د هرې معاملې رېكارډ په وخت وركړې۔ د كمېټۍ غړي سيد حسېن طارق ووئيل د غلط بلنګ كوٶنكو افسرانو په ضد څه كاروائي شوې٬ ريكوري څومره شوې٬ د لېسكو سي اي او ووئيل مونږ په معامله انټرنل آډټ رپورټ جمع كړے ٬ آډيټر جنرل ووئيل ډسکوز دا ريليف رننګ صارفينو ته وركړے، صرف ډس کنيکټډ صارفينو ته د وركولو اجازه وه٬ ميټر ريډر ريډنګ لپاره هډو ځي نه ۔ د پاور ډويژن سيکرټري ووئيل اوس د ميټر د ريډنګ عكس د ټول ډسکوز په بلونو موجود وي٬ اوس صارفين خپله هم د موبائل ايپ د لارې خپل ميټر ريډنګ اپ لوډ كولې شي۔ سيد حسين طارق ووئيل د سباٶن خبره پرېږدې په دې كېس كښې د 9 اربه روپو څه كول دي؟ د پاور ډويژن سيکرټري ووئيل كمېټي دې د ريكارډ تصديق لپاره وخت راكړي٬ د آډټ چارواكو ووئيل تر ټولو زيات ري فنډ ليسکو كړے كوم چې 7.5 اربه دے۔ د ميپکو سي اي او ووئيل په معامله كښې ملوث د مېپكو 43 اهلكارو په ضد د كاروائۍ رېكارډ ما نن نه دې راوړے ٬ په دې پي اے سي د خفګان څرګندونه وكړه او اډټ اعتراض يې موخر كړو٬ پي اے سي د پاور ډويژن سيکرټري ته د ريکارډ تصديق زر تر زره د بشپړولو امر وكړو٬ د پېسكو سي او ووئيل په پيسکو كښې د ميټر ريډرز کمے دے٬ د سوات په شمول يو شمېر ښارونو په سختو سيمو كښې دوه مياشتې پس ريډنګ اخستلے كېږي٬ د پاور ډويژن سيکرټري ووئيل د پېسکو پشمول په نور ډسكوز كښې هم د بهرتۍ عمل پېل شوے ٬ په يو شمېر ډسکوز كښې ميټر ريډنګ آٶټ سورس كوٶ۔ ده ووئيل په پېسكو 24 زره چوكۍ لري خو يوازې لس زره ملازمان كار كوي۔











