اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي) پاکستان ته د آئي ایم ایف څخه د 1.2ارب ډالر قسط تر لاسه شوے دے ۔ د سټیټ بنک د اړخه د زيارت په د جاري بیان تر مخه نړيوال مالیاتی فنډ( آئي ایم ایف ) ایګزیکټو بورډ په 8 دسمبر2025 خپله غونډه كښې د توسیعي فنډ سهولت (اي ایف ایف) تر مخه دويمه جائزہ مکمل کړې شوه او د پاکستان لپاره د 760 ملین …
پاکستان ته د آئي ایم ایف د 1.2ارب ډالر قسط تر لاسه شو
اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي) پاکستان ته د آئي ایم ایف څخه د 1.2ارب ډالر قسط تر لاسه شوے دے ۔ د سټیټ بنک د اړخه د زيارت په د جاري بیان تر مخه نړيوال مالیاتی فنډ( آئي ایم ایف ) ایګزیکټو بورډ په 8 دسمبر2025 خپله غونډه كښې د توسیعي فنډ سهولت (اي ایف ایف) تر مخه دويمه جائزہ مکمل کړې شوه او د پاکستان لپاره د 760 ملین ایس ډي آر جاری کولو منظوري وركړې ده ۔ د دې نه علاوہ د آئي ایم ایف ایګزیکټو بورډ آر ایس ایف تر مخه د 154 ملین ایس ډي آر وړومبے قسط جاري کولو هم منظوري وركړې ده ۔ د اي ایف ایف او د آر ایس ایف تر مخه د سټیټ بینک له مخې آئي ایم ایف سره د 10 دسمبر 2025ء نه 914 ملین ایس ډي آر ( 1.2 ارب ِډالر برابر) تر لاسه شول ۔دا رقم به په 12 دسمبر 2025ء په ختمېدونكې اونۍ كښې د سټیټ بینک د زرِ مبادله پانګو كښې شامل شي۔











