عدليه د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ، برابرۍ ، مذهبي آزادۍ او د انساني وقار د تحفظ عزم لري۔ جسټس يحييٰ آفريدي

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ افريدي وئيلي دي عدليه د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ، برابرۍ، مذهبي آزادۍ او د انساني وقار د تحفظ عزم لري٬ سپريم کورټ آف پاکستان كښې د کرسمس ډے په مناسبت سره خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې چيف جسټس د مسيحي ورورولۍ ملازمانو ته د کرسمس مباركي وركولو سره د ادارې په خدمات كښې د دوي د …

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ افريدي وئيلي دي عدليه د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ، برابرۍ، مذهبي آزادۍ او د انساني وقار د تحفظ عزم لري٬ سپريم کورټ آف پاکستان كښې د کرسمس ډے په مناسبت سره خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې چيف جسټس د مسيحي ورورولۍ ملازمانو ته د کرسمس مباركي وركولو سره د ادارې په خدمات كښې د دوي د كردار او محنت ستائنه وكړه۔ د سپريم کورټ د تعلقات عامه څانګې لخوا د زيارت په ورځ د جاري اعلاميه له مخې سپريم کورټ كښې د کرسمس ډے په اړه خاص دستوره وشوه چې پكښې د مسيحي ورورولۍ تعلق لرونكو ملازمينو او سکيورټي سټاف د کرسمس جشن ولمانځلو٬ په دستوره كښې چيف جسټس، د سپريم کورټ ججز او د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو ملازمينو او سکيورټي سټاف سره كېك هم پرې كړو۔