اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ټيکس ټو جي ډي پي شرح 11 فيصد هدف سر كولو لپاره د هلو ځلو تندولو٬ د ټيکس محصولات هدفونو ته رسېدو لپاره د ټېكس دائرې ته د لا پراختيا وركولو امر كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر …
وزيراعظم شهباز شريف د ټيکس ټو جي ډي پي شرح 11 فيصد هدف سر كولو لپاره د هلو ځلو تندولو او د ټيکس محصولات هدفونو لپاره د ټېكس دائرې ته د لا پراختيا وركولو امر
اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ټيکس ټو جي ډي پي شرح 11 فيصد هدف سر كولو لپاره د هلو ځلو تندولو٬ د ټيکس محصولات هدفونو ته رسېدو لپاره د ټېكس دائرې ته د لا پراختيا وركولو امر كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارو په اره د جاج اسغتو اونيزه غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، اعظم نذير تارړ، عطاء الله تارړ، علي پروېز ملك، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، اټارني جنرل آف پاکستان، د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوندو ادارو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم په کسټمز کليئرنس كښې جديد ټيکنالوجي او د اے آئي استعمال څخه د کليئرنس وخت کمولو د اېف بي آر چارواكو او د سګريټ جوړولو د غېر قانوني فيکټريو په ضد په موثر کارروائۍ اېف بي آر او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو چارواكو ته شاباشے وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د درآمدات او برآمدات د کسټمز کليئرنس وخت دې نور كم كړے شي، حکومتي محصولات زياتولو لپاره د معيشت په ټولو څانګو كښې دې ټيکس انفورسمنټ باوري كړے شي۔ وزيراعظم اېف بي آر ته د ټېكس غلا كوونكو او د غير قانوني كارخانو په ضد په اقدامات كښې صوبائي حکومتونو له د اېف بي آر سره د بشپړه مرستې جاري ساتلو او د سيلز ټيکس د ريفنډ په وخت د ادائيګۍ باوري كولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم ته د ټيکس محصولات په هدفونو سر كولو په پيشرفت، د معيشت ډيجيټائزيشن او د ټيکس غلا په ضد د اقدامات په پيشرفت بريفنګ وركړے شو ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول ګرد هېواد كښې د تماكو څانګه په ټيکس نيټ كښې د شاملولو لپاره اېف بي آر او د ايکسائز اينډ ټيکسيشن څانګې لخوا يو شمېر فوکل پرسن تعينات كړے شوي، په دې وروستيو كښې د موثره كاروائيو په تنيجه كښې غېر قانوني سګريټس لويه شمېره نيولې شوې ۔ دغسې وزيراعظم ته په ټربيونلز او بېلو ادارو كښې د ټيکس د ځنډيدونكو مقدمو په پيشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔











