ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو ته خبردارې وركړې دې چې افغانستان ترهګرو لپاره خوندي پټن ځاې دے٬ افغانستان څخه پوله ايز بريدونه او بشري بحران زياتېږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي کونسل ته وئيلي چې افغان خاورې څخه ترهګري پاکستان لپاره لوے خطر دے ځكه چې طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ كوي او دوي ته د پولې پورې …
افغانستان ترهګرو لپاره خوندي پټن ځاې دے٬ افغانستان څخه پوله ايز بريدونه او بشري بحران زياتېږي: پاکستان
ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو ته خبردارې وركړې دې چې افغانستان ترهګرو لپاره خوندي پټن ځاې دے٬ افغانستان څخه پوله ايز بريدونه او بشري بحران زياتېږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي کونسل ته وئيلي چې افغان خاورې څخه ترهګري پاکستان لپاره لوے خطر دے ځكه چې طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ كوي او دوي ته د پولې پورې اړخ ته د كاروائيو اجازه وركوي۔ عاصم افتخار احمد ووئيل افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو ډلو او د دوي سهولت كارو او معاوينينو لپاره خوندي پټن ځاې جوړ شوې دے د كومو چې ناوړه اغېزې په ګاٶنډي هېوادونو او په خاص توګه په پاكستان او منطقه مرتب كيږي۔ ده ووئيل داعش القاعده، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، اي ټي آئي اېم، بي اېل اے او د مجيد برېګېډ په څېر ډلې د افغانستان په خاوره محفوظ ژالو كښې موجود دي او د پولې پورې اړخ ته بريدونه٬ ځانمرګي چاٶدنې او نورې كاروائۍ كوي۔ ده هند پلو اشاره كولو سره ووئيل چې يوې مخالفې ډلې افغانستان څخه د پاکستان په ضد د ترهګرۍ هلو ځلو مالي، تکنيکي او مادي مرسته كولو سره دا كاروايۍ زياتې كړې دي۔ ده ووئيل د تېرو څلور كالو په مهال طالبان چارواكو سره باقاعده رابطې شوې دي خو د ترهګرو ډلو په ضد د كوټلې اقداماتو په ځاې په پاکستان بريدونه زيات شوي۔ ده ووئيل چې په كال 2025 كښې افغانستان څخه د رامخې ته شوې ترهګرۍ په نتيجه كښې په پاكستان كښې تقريباً 1,200 كسان پحق رسېدلي دي











