برسلز ۔11دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د هغه خپل اردني همڅنګ مازن اے الفرایه ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالات څرګندونه وشوه۔ په اېكس خپل پوسټ كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل همڅنګ سره په ملاقات كښې د دوه اړخيزه همكارۍ مضبوطولو سره د اړوندو چارو په شمول د منشياتو په مخنيوي او د …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د اردني همڅنګ ملاقات ٬ د دوه اړخيزه همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق
برسلز ۔11دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د هغه خپل اردني همڅنګ مازن اے الفرایه ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالات څرګندونه وشوه۔ په اېكس خپل پوسټ كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل همڅنګ سره په ملاقات كښې د دوه اړخيزه همكارۍ مضبوطولو سره د اړوندو چارو په شمول د منشياتو په مخنيوي او د پوليس په تربيه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هغه ته د پاكستان د دورې بلنه وركړه۔ وفاقي وزير په دې مهال د اردن د باچا د پاكستان كاميابې دورې ذكر هم وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق هم وشو۔











