اسلام آباد۔11 دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركيه د اعلی كچې پلاوي د زيارت په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په ملاقاتو كښې په اېوی اېشن، ډیفنس مینوفېکچرنګ او هائی ټېک صنعتونو كښې په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د تركيه پلاوي په پاكستان كښې په وائنټ وېنچرز او ټېکنالوجی …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركيه د اعلی كچې پلاوي ملاقات
اسلام آباد۔11 دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركيه د اعلی كچې پلاوي د زيارت په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په ملاقاتو كښې په اېوی اېشن، ډیفنس مینوفېکچرنګ او هائی ټېک صنعتونو كښې په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د تركيه پلاوي په پاكستان كښې په وائنټ وېنچرز او ټېکنالوجی ټرانسفر او په پاكستان كښې د مېنوفېکچرنګ يونټ په جوړولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وفاقی وزیر جام کمال خان د دوه اړخيزه صنعتي او اقتصادي اړيكو په لا مضبوطولو زور راوړو او په اېرو سپېس، ډیفنس پروډکشن، منرلز او ډوئل یوز مېنوفېکچرنګ كښې د همكارۍ پراخا امكانات يۍ په ډاګه كړل۔ وفاقی وزیر ترک شركتونو ته په منطقه كښې ماركيټونو لپاره د سټرېټجک پروډکشن پارټنر جوړولو پېشكش وكړو۔ ترك پلاوي د پاكستان د سټرېټجک وژن ستائنه كولو سره د اوږدې مودې په همكارۍ كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو اړخونو د بزنس ټو بزنس رابطو ٬ په سرمايه كارۍ د اډانه لرونكې همكارۍ او ټېكنالوجيكل مرستې په زياتولو او په سباؤن كښې د بنكارۍ او تجارتي فېسلي ټيشن مېكانزم په مضبوطولو اتفاق وكړو۔











