اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په مراكش كښې د دوو استوګنيزو ودانيو پريوتو له امله د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ما ته د مراكش په فېز سيمه كښې د دوو ودانيو پرېوتو په ډردېدلې پېښه سخت افسوس شوے د كومې په نتيجه كښې چې 19 كسان …
د وزيراعظم په مراكش كښې د استوګنيزو ودانيو پريوتو پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه ٬ ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا
اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په مراكش كښې د دوو استوګنيزو ودانيو پريوتو له امله د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ما ته د مراكش په فېز سيمه كښې د دوو ودانيو پرېوتو په ډردېدلې پېښه سخت افسوس شوے د كومې په نتيجه كښې چې 19 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ ده ځپليو كورنيو سره د زړه له كومي د خواخوږۍ او ژوبل شوو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د غم په دے سخت وخت كښې د مراكش حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره روان رېسكيو آپرېشن لپاره د كاميابۍ دعا هم وكړه۔











