ګلیشیرز زمونږ د اوبو نظام او ژوند لپاره د ملا د تیر حيثيت لري٬ ټول پاکستانیان، په خاص توګه ځوانان باید د چاپیریال ساتنې سفیران شي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د غرونو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د ماحولياتي نظام ساتنې لپاره د ملي عزم پخلي كولو او د موسمياتي استحكام ٬ د زمکې د مسؤلانه کارونې، سېلګرۍ او د ځایي ودانۍ شموليت سره د پرله پسې اقدامات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ګلیشیرز زمونږ د اوبو نظام او ژوند لپاره د ملا تیر حېثيت لري٬ ټول پاکستانیان، په خاص توګه ځوانان باید د چاپیریال ساتنې سفیران شي۔ …

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د ماحولياتي نظام ساتنې لپاره د ملي عزم پخلي كولو او د موسمياتي استحكام ٬ د زمکې د مسؤلانه کارونې، سېلګرۍ او د ځایي ودانۍ شموليت سره د پرله پسې اقدامات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ګلیشیرز زمونږ د اوبو نظام او ژوند لپاره د ملا تیر حېثيت لري٬ ټول پاکستانیان، په خاص توګه ځوانان باید د چاپیریال ساتنې سفیران شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د غرونو د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کښې وزيراعظم ووئيل پاکستان نن نړیوالې ټولنې سره د پېوستون لپاره د غرونو نړیواله ورځ لمانځي چې مقصد یې متوازن قدرتي چاپېريال لپاره د دې اهميت په ډاګه كول دي۔ ده ووئيل په كال 2025ﺀ كښې دا ورځ “اوبو ٬ خوراك او روزګار لپاره د ګليشيئرز په غرونو كښې او مجموعي مهم كردار” سرخط لاندې لمانځلې شي۔ دا سرخط پاكستان لپاره خصوصي اهميت لري او د قدر وړ موقعې په ګوته كوي كومې چې د پاكستان په قدرتي دولت كښې پټې دي۔ ده ووئيل د پاك پروردګار خاص كرم دے چې پاكستان قدرتي چاپېريال او ډول ډول موسمونه لري۔ پاكستان د نړۍ د غرونو دنګې لړۍ قراقرم، همالیه او هندوکش لري۔ مونږ سره 7 زره څخه زيات ګلېشیئرز شته په كومو كښې چی سیاچن، بالتورو، بیافو او بتورا د نړۍ لوي او غېر معمولي ګلېشیئرز شامل دي۔ دا ګلېشیئرز زمونږ د اوبو په نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري خو دا قدرتي خزانه اوس خطرو سره مخ ده۔ ده ووئېل د ګلېشيئرز به تندۍ سره ويلې كېدل ٬ موسمي بدلون ٬ د ګلیشیرز نه جوړو تالبونو شلېدو او د ماحولياتي نظام ناوړه كېدو په څير خطرې د اوبو زېرمې ٬ د خوراك پېداوار ٬ حياتياتي تنوع او اړوند روزګار اغېزمند كوي۔ ده د دې قيمتي ماحولياتي نظام تحفظ لپاره د خپل قامي عزم پخلي كولو او د موسمياتي استحكام ٬ د زمکې د مسؤلانه کارونې، سيلګرۍ او د ځایي وداڼۍ شموليت سره د پرله پسې اقدامات په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل په دې لړ كښې چې ملكي او ماحولياتي ادارې او د سېلګرۍ تنظيمونه چې په ګډه اولسي شعور زياتولو له ګامونه پورته كوي د اطمينان وړ دي۔ ده ووئيل زمونږ غرونه ځايې ودانۍ كومې چې د دې تاريخي كلتوري ورثې امين دي ٬ د غرونو د تحفظ مشن مركزي برخه دي۔ ده د غرونو د نړيوالې ورځ په موقع ټولو پاكستانو وګړو او په خاص توګه ځوانانو ته غږ وكړو چې هغوي د ماحولياتي تحفظ سفيران شي۔ په ګډه دې دا باوري كړي چې مونږ سره دې زړه راكښونكې ګلېشیئرز او سترې غرئيزې لړۍ راتلونكو نسلونو لپاره هم دغسې خوندي پاتې شي۔