پاکستان د قامي پرمختګ اهداف سر كولو له د امريكې سره د قوي شراكت دارۍ خوښي لري۔احسن اقبال

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال سره د امريكې لنډ مهاله ډپټي اسسټنټ سیکرټری شیلی سیور د پلاوي سره اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په پخوانو اړيكو ، شريكې مرستي او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل پاکستان او امریکا تاريخي اړيكي لري او پاکستان د …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال سره د امريكې لنډ مهاله ډپټي اسسټنټ سیکرټری شیلی سیور د پلاوي سره اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په پخوانو اړيكو ، شريكې مرستي او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل پاکستان او امریکا تاريخي اړيكي لري او پاکستان د قامی پرمختګ اهداف سر كولو له د امريكې سره قوي شراکت دارۍ له خوښي لري۔ده سائنسی، تکنیکي او تعلیمی څانګو كښې په دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو زور راوړو۔احسن اقبال ووئيل سائنسي او تعلیمي اشتراك ته ودې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، فل برائټ پروګرام ترمخه د پاکستان زدكوونكي معیاري پوهنتونونو كښې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كوي كوم چې انساني وسائل پرمختګ كښې مهم کردار ترسره كوي۔ده ووئيل انساني وسائل د هېواد ’’بنیادی سافټ ویئر‘‘ دے كوم چې انفراسټرکچر فعاله كوي،معیاری یونیورسټي او اعلیٰ تعلیمی نظام هېوادونه سپر پاور جوړوي۔ده ووئيل پاکستان امریکې نالج کاریډور د لارې راروانو لسو كلونو كښې د 10,000 معیاری پی ایچ ډی سکالرانو رامخې ته كولو هدف مقرر كړے كوم به چې به دسباون معیشت كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي٬۔ دغسې دواړو خوا د مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وكړے شو۔