اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز و چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئيلي دي ریاست طیبه او د پاكستان پاکستان خپلو كښې ژور تعلق لري،لوي څښتن ټول اسلامي هېوادونو كښې د محافظین حرمین شرف پاکستان له وركړے، پاکستان او سعودی عرب ترمينځه دفاعي لوظنامه تاریخی اهمیت لري۔ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د قامي علماء و مشائخ کنفرنس ته …
ریاست طیبه او د پاكستان ریاست خپلو كښې ژور تعلق لري، د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه دفاعی لوظنامه تاریخی اهمیت لري۔ د چیف آف ډیفنس فورسز و فیلډ مارشل سید عاصم منیر قامي علماء و مشائخ کنفرنس ته خطاب
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز و چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئيلي دي ریاست طیبه او د پاكستان پاکستان خپلو كښې ژور تعلق لري،لوي څښتن ټول اسلامي هېوادونو كښې د محافظین حرمین شرف پاکستان له وركړے، پاکستان او سعودی عرب ترمينځه دفاعي لوظنامه تاریخی اهمیت لري۔ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د قامي علماء و مشائخ کنفرنس ته خطاب کولو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئيل لوي څښتن ټولو اسلامي هېوادونو كښې د محافظین حرمین شرف پاکستان له وركړے كوم چې د ټول قام لپاره د وياړ خبره ده۔ده ووئيل كوم قام چې علم او قلم پرېښودے، هلته انتشار، فتنه او فساد الارض ځائے جوړ كړے، د عزت او طاقت تقسیم په نفرت نه بلکه په محنت، علم او اتحاد سره ترلاسه كيږي۔ د قامي سلامتیا په اړه خبرو كښې فیلډ مارشل واضحه كړه چې ترهه ګري د پاكستان نه بلکه د هند وطیرہ ده، مونږ دښمن په پټه نه په چيلنج كولو سره وژنو۔ده ووئيل اسلامي ریاست كښې د ریاست نه علاوه كوم فرد يا ډله د جهاد حکم نه شي جاري كولې، دا اختیار يوازې د ریاست سره وي۔ده ووئيل معرکه حق كښې پاکستان له لوي څښتن كاميابي وركړه او د دښمن ناوړه عزائم ناکامه شول ۔ده په علماء و مشائخ زور راوړو چې قام دې متحد وي،د اولس سوچ كښې پراختيا پيدا كړې او فرقه واریت، نفرت او انتشار ختمولو له خپل كردار ترسره كړې۔ د قامي علماء و مشائخ کنفرنس كښې د هېواد مذهبي او ديني شخصیات، سکالرز او د مختلف مکاتب فکر نمائندګانو ګډون وكړو۔ګډون كوونكو د ترهه ګرۍ ختمولو او هېواد سلامتيا او د امت اتحاد لپاره د پاك پوځ کردار وستائېلو او پاك پوځ سره يې د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه۔











