بندېزونه نه غواړو٬ سياسي ګوندونو له به سياسي رويه اختيارول وي۔ بلاول بھټو زرداري

لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي ځېنې سياسي قوتونه د سوشل ميډيا د لارې ادارې په نخښه كوي٬ كوم چې هېواد لپاره زيان لري۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په باغبانپوره كښې د ګوند سينئر کارکنانو او د ارواښادې زبيده جعفري كورنۍ سره د غمرازۍ نه پس ميډيا سره كړې۔ ده په مئي كښې هند سره د شوي …

لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي ځېنې سياسي قوتونه د سوشل ميډيا د لارې ادارې په نخښه كوي٬ كوم چې هېواد لپاره زيان لري۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په باغبانپوره كښې د ګوند سينئر کارکنانو او د ارواښادې زبيده جعفري كورنۍ سره د غمرازۍ نه پس ميډيا سره كړې۔ ده په مئي كښې هند سره د شوي جنګ ذكر كولو سره ووئيل پاکستان د هند د يرغل بشپړ ځواب وركولو سره شپږ هندۍ جنګي الوتكې رانسكورې كړي او نړۍ ته يې واضحه پېغام وركړے چې پاکستان د خپلې آزادۍ او د پولو تحفط كښې د چا نه نه وروستو نه دے۔ ده ووئيل د هند لخوا خطرې اوس هم موجود دي او د افغانستان لخوا د ترهګرۍ اندېښنې حقيقت جوړېږي٬ ترهګر د افغانستان نه پاکستان ته راځي كاروائۍ كوي او بېرته ستنېږي، كوم چې پاکستان لپاره سکيورټي چيلنج دے، خو د پاکستان مېړمني ځواكونه د دې خطرو مقابله كوي۔ بلاول بھټو ووئيل د هېواد د كورنيو چېلنجونو هم مقابله كوٶ او په داسې وخت كښې د هر محب وطن ذمه واري ده چې هېواد او پاك پوځ سره اودرېږي۔ ده ووئيل د افسوس خبره ده چې ځېنې سياسي قوتونه د سوشل ميډيا د لارې ادارې په نخښه كوي٬ كوم چې هېواد لپاره زيان لري او د داسې رويو مقصد ادارې كمزورې كول دي۔ ده ووئيل مونږ په يو سياسي ګوند پابندي نه غواړو، خو سياسي ګوندونو له به هم سياسي رويه اختيارول وي۔