اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزیر سره پاكستان لپاره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاكستان او كاناډا ترمېنځه په زرعي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده٬ د مهمو زرعي تخمونو تر ماركيټ رسنه كښې ښه والے او روان فائيټو سينيټري او تکنيکي مرستې مخ په وړاندې بوتللو …
د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزیر سره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان وليدل
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزیر سره پاكستان لپاره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاكستان او كاناډا ترمېنځه په زرعي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده٬ د مهمو زرعي تخمونو تر ماركيټ رسنه كښې ښه والے او روان فائيټو سينيټري او تکنيکي مرستې مخ په وړاندې بوتللو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير د هائي كمشنر هركلي كولو سره د پاكستان لخوا كاناډا سره د زرعي روابط لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ ده اعتراف وكړٶ چې تل پاتې زراعت، جديد فوډ پروډکشن سسټمز او په سائنسي بنيادونو مشتمل ريګوليټري ډھانچې په حواله كاناډا په نړيواله كچه ممتاز حېثيت لري او پاكستان د كاناډا تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه











