د سيلاب باوجود د پاکستان معيشت کليدي ترقي كړې ده۔ اېشين ډوېلپمنټ بينك

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اېشين ډوېلپمنټ بېنك وئيلي دي د اوړي په موسم كښې د سيلاب باوجود د پاکستان معيشت کليدي ترقي كړې ده ۔ دا خبره د آسيائي پرمختيائي بېنك لخوا ايشيئن ډويلپمنټ آٶټ لك په نامه په جاري رپورټ كښې شوې ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي سږ كال په جون مياشت كښې د سېلاب له امله د رامخې ته شوو ستونزو او چيلنجز باوجود …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اېشين ډوېلپمنټ بېنك وئيلي دي د اوړي په موسم كښې د سيلاب باوجود د پاکستان معيشت کليدي ترقي كړې ده ۔ دا خبره د آسيائي پرمختيائي بېنك لخوا ايشيئن ډويلپمنټ آٶټ لك په نامه په جاري رپورټ كښې شوې ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي سږ كال په جون مياشت كښې د سېلاب له امله د رامخې ته شوو ستونزو او چيلنجز باوجود د مالي كال 2025 په آخري درېو مياشتو كښې د پاکستان معيشت 5.7 فيصده شرح سره نمو كړې، د مالي كال 2026 په ابتدائي مياشتو كښې د هېواد لويو صنعتونو په پېداوار كښې ښه زياتوالے رامخې ته شوے ۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي د مالي كال 2026 په ابتدائي څلورو مياشتو كښې په هېواد كښې د عمومي ګرانۍ ئرح 4.7 فيصد رېكارډ شوې كومه چې په تېر كال كښې 8.7 فيصد وه۔ رپورټ كښې وئيلي شوي په اوړي كښې د سېلاب نه پس د ضروري څيزونو په بيعه كښې عمومي رحجان ليدلے شوے خو اوس بيعه كښې پرله پسې استحکام راغلے او د كليدي ضروري څيزونو بيعه مستحكمه كېږي۔