اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره پارلماني غړو، قبائلي مشرانو،زدكوونكو، وکيلانو ، کاروباري ورورولۍ او نورو په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے۔ملاقات كښې د هېواد په صورتحال، قانون سازۍ، معاشي استحکام، د روزګار په موقعو، صوبائي پرمختګ او به قامي يووالي د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ووئيل …
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره پارلماني غړو، قبائلي مشرانو،زدكوونكو، وکيلانو ، کاروباري ورورولۍ او د نورو ملاقات
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره پارلماني غړو، قبائلي مشرانو،زدكوونكو، وکيلانو ، کاروباري ورورولۍ او نورو په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے۔ملاقات كښې د هېواد په صورتحال، قانون سازۍ، معاشي استحکام، د روزګار په موقعو، صوبائي پرمختګ او به قامي يووالي د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ووئيل موجوده حکومت د خپلو اتحاديانو سره هېواد كښې معاشي استحکام، اولسي ريليف او كوټلي پرمختګ لپاره ر قانون سازي كوي۔ده ووئيل حکومت اولس له د روزګار پراخه موقعو وركولو ته خاص پام لرنه كوي، کمزورې او پسمانده سيمي به د پرمختګ په قومي چوكاټ كښې شاملولې شي او د وسائلو ښه استعمال به باوري كولې شي۔سيدال خان ووئيل پاکستان قدرتي وسائل، قدرتي مناظر او قيمتي معدني ذخائر لري۔ بلوچستان، خېبر پښتونخوا او نورو سيمو كښې ګڼ شمير معدنيات شته كوم به چې په سپېځلتيا او جديد ډول كارولو سره د هېواد معيشت كښې ښه والي لپاره كارولې شي۔په دې موقع قبائلي مشرانو د خپلو سيمو مسئلو او پرمختيائي ضروريات او ځوانانو لپاره د روزګار امکانات په اړه تجاويز هم وركړل۔وکيلانو ورورولۍ په عدالتي اصلاحات، د انصاف په وخت وركولو او په پارلماني كچه د قانوني معاونت په اړه مهم نکات پورته كړل،دغسې زدكوونكو د تعليم، اسکالرشپس، کيريئر ګائيډنس او ځوانانو لپاره په حکومتي موقعو تجاويز وركړل۔ پارليماني غړو په قانون سازۍ او د اولسي ښېګړې په اړه په چارو بحث وكړو۔ډپټي چيئرمېن سيدال خان په دې موقع ووئيل هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو لپاره ټولو سياسي ګوندونو، ادارو، قبائلي قيادت، ځوانانو او د سول سوسائټۍ شريكي مرستي ته اړتيا ده۔











