اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د كشمير په شخړه قامي يووالي ته اړتيا ده ، سوئيلي اسياﺀ كښې امن لپاره په نړيواله كچه د كشمير شخړي په هواري خبري اتري كيږي،د هند په چينلو پاکستان كښې په يو بنديوان د خبرو كولو په ځاے په غير قانوني تسلط لاندې کشمير كښې د بشري حقونو خلاق …
د كشمير په شخړه قامي يووالي ته اړتيا ده،سوئيلي اسياﺀ كښې امن لپاره په نړيواله كچه د كشمير شخړي په هواري خبري اتري كيږي۔د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د كشمير په شخړه قامي يووالي ته اړتيا ده ، سوئيلي اسياﺀ كښې امن لپاره په نړيواله كچه د كشمير شخړي په هواري خبري اتري كيږي،د هند په چينلو پاکستان كښې په يو بنديوان د خبرو كولو په ځاے په غير قانوني تسلط لاندې کشمير كښې د بشري حقونو خلاق ورزو ته دې پام لرنه وكړې شي، وزيراعظم محمد شهباز شريف په هر فورم د کشمير لپاره غږ پورته كړے۔د شورو په ورځ د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع انسټيټيوټ آف انټرنيشنل ريليشنز تر سيوري لاندې سيمينار ته وينا كښې وفاقي وزير امير مقام ووئيل د كشمير په اړه د ټيم ورك په صورت كار كول غواړو،په دې اړه به سنجيدګي ښودل وي۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځلې كيږي دغسې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كيږي۔ده ووئيل زه په آزاد کشمير كښې ووم چې خبر راغلو چې هند په پاکستان بريد كونكے دے،زمونږ نيكونو د کشمير آزادۍ په هلو ځلو كښې برخه اخستي،کشمير سره د زړه مينه لرو، ده ووئېل کشميريان د 70 كلونو راهسې ظلم و جبر برداشت کوي،زندانونو كښې کشميريان شهيدان كړے كيږي،کشميريان نن هم د پاکستان سره مينه لري،مونږ له به په مړانه د کشميريانو جرأت وبهادرۍ له غږ پورته كول وي۔ده ووئيل په 10 مئي چې كوم سبق هند ته ترلاسه شو دغې نه پس هلته د وګړو پريكړه زياته شوې،نړيوالي ورورولۍ ته دې نه پس معلومه شوې چې سيمه كښې امن لپاره بايد دا مسئله حل شي











