اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو وفاقي وزير عمران احمد شاه وئيلي دي د بے نظير انکم سپورټ پروګرام مستحقين به د مارچ 2026 څخه د ډيجيټل والټ له مخې په خپل كور مرسته تر لاسه كولې شي،شهبازشريف دا لوظي كرے چې کرپشن به په هره كچه ختمولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د داور کنډي د پوښتني په ځواب …
د بے نظير انکم سپورټ پروګرام مستحقين به د مارچ 2026 څخه په ډيجيټل والټ پخپل كور مرسته تر لاسه كولې شي۔عمران احمد شاه
اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو وفاقي وزير عمران احمد شاه وئيلي دي د بے نظير انکم سپورټ پروګرام مستحقين به د مارچ 2026 څخه د ډيجيټل والټ له مخې په خپل كور مرسته تر لاسه كولې شي،شهبازشريف دا لوظي كرے چې کرپشن به په هره كچه ختمولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د داور کنډي د پوښتني په ځواب عمران حسين شاه ووئيل مارچ 2026 څخه به ډيجيټل والټ پېل شي،يو كروړ اکاؤنټ جوړ شوي دي،فون سمونه به وركولې شي۔دې اقدام سره به ميرمني په قطارونو كښې د اودريدو څخه خلاصې شي۔شرميلا فاروقي د پوښتني په ځواب عمران احمد شاه ووئيل د حکومت د زرمبادله پانګو به وزارتونو ته شئير نه ترلاسه كيږي۔ د بے نظير انکم سپورټ پروګرام دويمه برخه ده،716 اربه روپۍ ورله بېلولې شي،دا د خپل نوعيت مهم پروګرام دے،چې له مخې يې مونږ د خپلو مستحق كسانو مالي معاونت کوو، ده ووئېل د دې به په راروانو ورځو كښې ښه اثرات مرتب شي۔ د سحر کامران د پوښتني په ځواب عمران احمد شاه ووئيل بے نظير انکم سپورټ پروګرام او پاکستان بيت المال ترمينځه 2023 كښې لوظنامه شوې چې له مخې يې ډيټا شئيرنګ كيږي،د دې ترمخه 40 زره کيسونه كتلې شوي ،8 زره ډبل وؤ او هغه وېستلے شوي،په دې كښې مخ په وړاندې تللو سره به ښه والے راشي











