ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي روس او يوکرين دې په سنجيدګۍ سره خبرې وكړي او د جنګ خاتمې لپاره دې يو شريك د حل وړ مهم اقدامات وكړي۔ د روس۔يوکرين شخړې څلور كاله په پوره كيدو ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي سفير عثمان جدون د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې په دې خبره زور راوړلو سره ووئيل ټولي اړوندي ډلي دې داسې …
د يوکرين جنګ كښې په زياتوالي پاکستان اندېښنه څرګنده كړه ، د خبرو اترو د لارې په شخړې په هواري زور
ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي روس او يوکرين دې په سنجيدګۍ سره خبرې وكړي او د جنګ خاتمې لپاره دې يو شريك د حل وړ مهم اقدامات وكړي۔ د روس۔يوکرين شخړې څلور كاله په پوره كيدو ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي سفير عثمان جدون د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې په دې خبره زور راوړلو سره ووئيل ټولي اړوندي ډلي دې داسې حل ولټوي كومي چې د ملګرو ملتونو په چارټر، نړيوال قانون او ګڼ اړخيزه لوظنامو اډانه وي،دغسې چې كوټلي او د اوږدې مودې امن قائم شي۔ده په يوکرين كښې د انساني همدردۍ په صورتحال د بحث په مهال وګړو او شهري بنيادي ډھانچې په نښه كولو د اندیښنې څرګندوني سره ووئيل د هغوي حفاظت قانوني ذمه واري ده۔ده د نړيوالو انساني قوانين اصولو پاسدارۍ پخللے هم وكړو۔د پاکستان نمائنده د امريکې په مشرۍ كښې امن او د سفارتي هڅو تجديد خوشبينه ګرځولو سره ووئيل مونږ د ډلو څخه اپيل كوو چې په خپل ځان قابو ومومي ، د سياسي عزم څرګندونه وكړي او د قبلولو وړ شريك حل پلو حقيقي اقدامات وكړي۔











