نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزیر مملکت بیرونس جینی چیپ مین ملاقات،د شريكې خوښې په مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزیر مملکت بیرونس جینی چیپ مین د شورو په ورځ ملاقات کړے دے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال ډلو د شريكې خوښي په مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم په برتانيه كښې د مېشته …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزیر مملکت بیرونس جینی چیپ مین د شورو په ورځ ملاقات کړے دے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال ډلو د شريكې خوښي په مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم په برتانيه كښې د مېشته پاکستانۍ کمیونټي مهم كردار ذكر وكړو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مهم پل كردار ترسره كوي۔ده د غزہ په اړه د نړيوالو امن هڅو پشمول په سيمه ايز او نړيوال پیش رفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔