اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری سوار حسېن شهید ( نشانِ حیدر) ته د عقيدت پېرزؤنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغوي د كال 1971 په جنګ كښې د دښمن چې په كومه ځانګړې مړانه مقابله او د هېواد دفاع وكړه هغه د تاريخ يو روښانه باب دے۔ د شورو په ورځ د سوار حسين شهيد (نشان حېدر) تلين په موقع په اېكس …
د سوار حسين شهيد نشان حيدر د كال 1971 په جنګ كښې په زړورتيا د وطن دفاع كول يو روښانه باب دے: ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری سوار حسېن شهید ( نشانِ حیدر) ته د عقيدت پېرزؤنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغوي د كال 1971 په جنګ كښې د دښمن چې په كومه ځانګړې مړانه مقابله او د هېواد دفاع وكړه هغه د تاريخ يو روښانه باب دے۔ د شورو په ورځ د سوار حسين شهيد (نشان حېدر) تلين په موقع په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل مونږ د پاك پوځ مېړنو فرزندانو ته د عقيدت سلام كوو٬ ده ووئېل د خطرو پرواه كولو نه پرته ګوله بارود رسول ٬ د ژوبل ملګرو محفوظ ځايونو ته منتقل كول او د دښمن پټ ځايونه په نخښه كول د هغه د مړانې ژوندے مثال دے۔ قام به ټول عمري له د هغه خذمت ته سلام كوي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدری ووئيل سوار حسېن شهید به د قام په زړونو كښې به تل ژوندے وي











