اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مورني وطن دفاع كولو په مهال د شهادت اعلی درجه ترلاسه كوؤنكي سوار ايم حسين شهيد په شمول ټول شهيدان د قومي تاريخ د سر تاج ګرځولو سره وئيلي دي چې د سوار ايم حسين شهيد په څير فرزاندانو له امله د پاكستان دفاع مضبوطه ده۔ د شورو په ورځ سوار اېم حسېن شهید (نشان حېدر) ته د هغه په 54 مه …
د سوار ايم حسين شهيد په څير فرزاندانو له امله د پاكستان دفاع مضبوطه ده: د وزيراعظم شهباز شريف پيغام
اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مورني وطن دفاع كولو په مهال د شهادت اعلی درجه ترلاسه كوؤنكي سوار ايم حسين شهيد په شمول ټول شهيدان د قومي تاريخ د سر تاج ګرځولو سره وئيلي دي چې د سوار ايم حسين شهيد په څير فرزاندانو له امله د پاكستان دفاع مضبوطه ده۔ د شورو په ورځ سوار اېم حسېن شهید (نشان حېدر) ته د هغه په 54 مه د شهادت ورځ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل سوار اېم حسين شهيد ددې خاورې يو زړور فرزند ؤ كوم چې په كال 1971 كښې د مورني هېواد تحفظ لپاره د ځانګړي جرات او زړه ورتيا څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د سوار ايم حسين شهيد په څير فرزاندانو له امله د پاكستان دفاع مضبوطه ده۔ په كال 1971 كښې په ظفر وال، شکر ګړھ سېکټر كښې سوار اېم حسېن شهيد د بهادرۍ يو مثال وړاندې كولو سره د ټول قام سر په وياړ پورته كړو۔ هغه د بزدل دښمن وار جرات او په زړه پورې تګلارې سره ناكامه كولو سره د جنګ نقشه بدله كړه او نوے جنګي تاريخ يۍ رقم كړو۔











