د انډونیشیا صدر پرابووو سوبیانتو د پاكستان دوره كاميابۍ سره ترسره كړه

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان به اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ د انډونیشیا صدر پرابووو سوبیانتو ته په مخه ښه ووې۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان دورې په مهال صدر پرابووو سوبیانتو صدر مملکت آصف علی زرداری، وزیراعظم شهباز شریف او چیف آف ډیفنس فورسز/آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره …

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان به اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ د انډونیشیا صدر پرابووو سوبیانتو ته په مخه ښه ووې۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان دورې په مهال صدر پرابووو سوبیانتو صدر مملکت آصف علی زرداری، وزیراعظم شهباز شریف او چیف آف ډیفنس فورسز/آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په وضعه او د سباؤن همكارۍ سره په اړوندو بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په اسلام آباد كښې په يوه باوقاره دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري د انډونیشیا صدر پرابووو سوبیانتو ته د پاكستان اعلیٰ ترین سول اعزاز ’’نشانِ پاکستان‘‘ وركړو كوم چې د دواړو هېوادونو د پخوانۍ همكارۍ او دوه اړخيزه باور څرګندونه ده۔ د دورې په مهال پاكستان او انډونيشيا د تجارت او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې په وركولو اتفاق وكړو۔ په دې لړ كښې بېلې لوظنامې او اېم او يوز هم لاس ليك شول۔ د پاكستان حكومت د انډونيشيا صدر كاميابه دوره په دوه اړخيزه همكارۍ كښې يو مهم پېشرفت وګرځولو۔