سرکاري ادارې، سول سوسائټي، ميډيا، غير سرکاري تنظيمونه او وګړي دې په هيواد كښې د بشري حقونو تحفظ او وده كښې خپل كردار ولوبوي۔ د صدر مملکت د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په سرکاري ادارو، سول سوسائټي، ميډيا، غېر سرکاري تنظيمونو او په وګړو زور راوړے دے چې ھغوي په هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ او وده كښې خپل كردار ولوبوي، د پاكستان آئين هر وګړي ته د ذات، نسل، مذهب يا رنګ د فرق نه غېر د آزادۍ ضمانت وركوي٬ د پاكستان حكومت د بشري حقونو تحفظ او …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په سرکاري ادارو، سول سوسائټي، ميډيا، غېر سرکاري تنظيمونو او په وګړو زور راوړے دے چې ھغوي په هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ او وده كښې خپل كردار ولوبوي، د پاكستان آئين هر وګړي ته د ذات، نسل، مذهب يا رنګ د فرق نه غېر د آزادۍ ضمانت وركوي٬ د پاكستان حكومت د بشري حقونو تحفظ او ودې لپاره عزم لري او حكومت د ټولو وګړو د آزادۍ٬ عزت او خود اعتمادۍ تحفط لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدرِمملکت د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل مونږ دا ضرورت تسليموٶ چې كمزورو او پسمانده طبقو ته دې خاص پام وكړې شي او د دوي د حقونو تحفظ لپاره دې قانوني، معاشي او سماجي ډھانچه لا مضبوطه كړې شي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ د هر كس عزت، مساوات او د انصاف د تحفظ د عزم تجديد كوٶ٬ خوا كه د ھغه تعلق د هر يو نسل، مذهب، جنس، ژبې يا سماجي حيثيت سره وي۔ صدر مملکت ووئيل دا ورځ مونږ ته دا عزم رايادوي چې مونږ ټول به د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره هڅې روانې ساتو٬ زمونږ مذهب كښې د انساني وقار، د نورو د احترام او د ټولو انسانانو د آزادي او مساوات ډېر اهميت دے۔ صدرِ مملکت سرکاري ادارو، سول سوسائټي، ميډيا، غير سرکاري تنظيمونو او وګړو ته اپيل وكړو چې ھغوي دې په هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ او وده كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ملګرو ملتونو ته هم په دا ورځ په نړيواله كچه په لمانځلو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل راځۍ چې د بشري حقونو په نړيواله ورځ د دې عزم تجديد وكړٶ چې مونږ به د انساني وقار دفاع كوٶ، مساوات ته به وده وركوٶ او يو داسې پاكستان به جوړوٶ چرته چې هر وګړې د كومې ېرې ٬ جبر او امتياز څخه آزاد ژوند وكړې شي۔ صدرِ مملکت دعا وكړه چې دا ورځ مونږ د قام په حېث د نړيوالې ورورولۍ دې خبرې ته راغب كوي چې تل د بشري حقونو سرلوړي برقرار اوساتو۔ ده ووئيل لوي څښتن دې مونږ ته د كمزورو او پسمانده طبقو د تحفظ په هلو ځلو كښې كاميابي راكړي۔