د پاكستان حكومت او برتانيې حكومت ترمينځه د اقتصادي چارو وزارت په كوربتوب كښې په وزارتي كچه پرمختيائي خبرې

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان حكومت او برتانيې حكومت ترمينځه د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي چارو وزارت په كوربتوب كښې په وزاتي كچه پرمختيائي خبرې شوي دي۔دا د كال 2017 نه پس وړومبۍ د وزارتي كچې خبرې وې۔ د خبرو مشري د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه او د برتانيې لخوا د نړيوال پرمختګ وزير مملكت جینیفر چیپ …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان حكومت او برتانيې حكومت ترمينځه د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي چارو وزارت په كوربتوب كښې په وزاتي كچه پرمختيائي خبرې شوي دي۔دا د كال 2017 نه پس وړومبۍ د وزارتي كچې خبرې وې۔ د خبرو مشري د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه او د برتانيې لخوا د نړيوال پرمختګ وزير مملكت جینیفر چیپ مین٬بارونيس چيف مين آف ډارلنګټن كوله۔د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د برتاني هائي كمشنر جين ميريټ او نور سينئر سركاري چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔دا فورم دواړو هېوادونو ته شريكې ګټې او شراكتداري مخ په وړاندې بوتللو او راتلونكو پنځو كلونو لپاره پاكستان پرمختيائي ترجيحات سره د برتانيې مرستې ته د همغږۍ يو مهمه موقع وركوي۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د برتانيې د اوږدې مودې مرسته په خاص توګه د سېلاب 2022 په مهال په وركړی مرسته مننه وكړه او د دې خبرې هركلے يې وكړو چې برتانيه د پاكستان اقتصادي استحكام٬ په برآمدات اډانه پرمختګ٬اداره جاتي اصلاحات او موسمي تغيرات له مخې مهمو څانګو كښې په اصلاحات اډانه شراكتداري مخ په وړاندې بوځي۔د برتانيې لخوا په برآمدات اډانه پرمختګ په اړه پاكستان مالياتي اصلاحات او مسابقت كښې اضافې لپاره روانې هڅې وستائېلې۔د خبرو په اختتام په دې خبره اتفاق وكړے شو چې سټريټجك پرمختيائي مذاكرات ته په كلنه بنيادونو اداره جاتي شكل وركړے شي او شريكې ګټې او د پاكستان اوږدې مودې پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره به شراكتداري لا قوي كړی شي