اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن لپاره د سينيټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن د پي ټي اے چارواكو ته امر كړے دے چې د لوډ شيډنګ په مهال د غېر معطل ټيلي کام سروسز لپاره دې د سولر پېنل حل اختيار كړے شي، د غېر فعاله ټيلي کام ټاورز دې په سمدستي توګه مرمت وكړے شي ، په غونډه كښې د آئي ټي او …
د لوډ شيډنګ په مهال د غېر معطل ټيلي کام سروسز لپاره دې د سولر پېنل حل اختيار كړے شي، د غېر فعاله ټيلي کام ټاورز دې په سمدستي توګه مرمت كړے شي٬ د آئي ټي او ټېلي كام لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ امر
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن لپاره د سينيټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن د پي ټي اے چارواكو ته امر كړے دے چې د لوډ شيډنګ په مهال د غېر معطل ټيلي کام سروسز لپاره دې د سولر پېنل حل اختيار كړے شي، د غېر فعاله ټيلي کام ټاورز دې په سمدستي توګه مرمت وكړے شي ، په غونډه كښې د آئي ټي او ټېلي كام وزېرې شزه فاطمه خواجه د موبائل ډيټا او کال پيکجز په زياتې شوې بيعه او د صارفينو د حقونو تحفظ په اقدامات كمېټۍ ته بريفنګ وركړٶ۔ د سېنيټ ميډيا ډائريکټوريټ لخوا د جاري بيان له مخې آئي ټي او ټېلي كام لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سينيټر پروفيسر پلوشه محمدزئي خان په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې وزارت د سېنېټر عطا ء الرحمن لخوا په اولسي مفادو په پورته كړې پوښتنه بريفنګ وركړٶ چې پكښې ضلع لکي مروت، خيبر پختونخوا كښې د موبائل سروسز د ښكاره تعطل شکايت شامل ٶ۔ وزارت ووئيل د ريکارډ له مخې بهرام خيل، تاجوري روډ، لکي مروت كښې د موبائل يا ټيلي کميونيکيشن سروس معطل نه دے خو د يو خاص مسئلې په بابله پي ټي اے سره د رابطې تفصيلات شيئر كېږي۔ چيئرپرسن چارواكو ته امر وكړو چې د لوډ شيډنګ په مهال غېر معطل ټيلي کام سروسز لپاره دې د سولر پېنل حل خپل كړې شي، د غېر فعاله ټيلي کام ټاورز دې په سمدستي توګه مرمت وكړے شي٬ د آئي ټي او ټېلي كام وزېرې شزه فاطمه خواجه د موبائل ډيټا او کال پيکجز په زياتې شوې بيعه او د صارفينو د حقونو تحفظ په اقداماتو كمېټۍ ته بريفنګ هم وركړٶ۔











