اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې (يو ډي اېچ آر) منظورۍ د 77مې سالګرې په موقع پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره د دې عزم پخلے كوي چې پاكستان به د بشري وقار، بنيادي آزادۍ او د ټولو انسانانو د حقونو تحفظ لپاره خپلې هلې ځلې رزانې ساتي۔ د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع د …
د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې (يو ډي اېچ آر) منظورۍ د 77مې سالګرې په موقع پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره د دې عزم پخلے كوي چې پاكستان به د بشري وقار، بنيادي آزادۍ او د ټولو انسانانو د حقونو تحفظ لپاره خپلې هلې ځلې رزانې ساتي۔ د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې اسحاق ډار ووئيل حکومت د نړيوالو ذمه وارو او د بشري حقونو وده او تحفظ له د عزم له مخې يو شمېر اداره جاتي پاليسۍ او قانون سازۍ په اړه د مېرمنو٬ كوچنيانو او د اقلتونو د حقونو تحفط لپاره اقدامات كړې دي٬ د اقليتونو اېكټ 2025 لپاره د قامي کميشن نفاذ د حكومت د ھغه وژن يو مهم پېشرفت دے كوم چې اقليتونو لپاره د مؤثره ډاډ ګېرنې نظام باوري كولو لپاره شوے دے٬ د بشري حقونو کونسل (اېچ آر سي) غړي هېواد په توګل پاکستان په دې وروستيو كښې په شپږم ځل انتخاب د دې خبرې څرګندونه ده چې نړيوالې ورورلۍ د پاکستان په قامي او په نړيواله كچه د بشري حقونو د نړيوال فرېم ورك مقاصدو ته په ودې وركولو كښې په ځانګړې خدمات بشپړ باور لري ، مونږ ټولو غړو هېوادونو سره په تعميري انداز كښې كار كول او د بشري حقونو د ټولو اړخونو پشمول معاشي، سماجي او كلتوري حقونه، د دې نه علاوه د پرمختګ حق ته اهميت وركولو له د خپل عزم پخلے كوٶ۔ ده ووئيل د دې ورځې په مناسبت سره مونږ له دا نه دي هېرول پكار چې د نړۍپه يو شمېر منطقو كښې پرله پسې غېر ملكي قبضو په سبب د كروړونو په شمېر انسان د محرومي، ناانصافۍ او په عزتِ نفس بريدونو سره مخ دي ٬ د دې ځانګړے مثال مقبوضه کشمير او د مقبوضه فلسطين سيمې دي چرته چې په قبضه كښې پاتې اولس د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق ترلاسه كولو په هلو ځلو كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او ظلمونو سره مخ دے۔ نائب وزيراعظم د زياتې شوې اسلامو فوبيا په چپه هم د تشويش څرګندونې كولو سره د دې زياتېدونكې مسئلې مخنيوي لپاره د مشترکه نړيوالو هلو ځلو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل اسلامو فوبيا په ټولو ټولنو كښې په كركه كښې د اضافې سبب جوړېږي۔ ده باور وركړو چې پاکستان د امتياز نه غېر هر چا لپاره د بشري حقونو او د بنيادي آبادۍ تحفظ پخپل عزم كاربند دے او په دې لر كښې رامخې ته موجوده او د رامخئ ته كېدونكو چيلنجز مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ مرسته كښې اضافې ته سترګې په لار دے











